د لاس رسي وړ اتصالات

غزې ته په مرستو بار کښتۍ د اسرئیلو د پوځ لخوا ونیول شوې


غزې ته په مرستو بار کښتۍ د اسرئیلو د پوځ لخوا ونیول شوې
غزې ته په مرستو بار کښتۍ د اسرئیلو د پوځ لخوا ونیول شوې

د اسرائیلو سمندري قواوو دوه هغه کښتۍ نیولي دي چې د مرستو مواد پکې بار وو او غوښتل یې چې د غزې محاصره ماته کړي.

پدغو دوه کښتیو کې 27 تنه د فلسطین طرفداره مبارزین سپاره وو او هڅه یې کوله چې د غزې محاصره ماته کړي خو د اسرئیلو وسله لرونکو کښتیو د هغوي مخه ونیوله او دیته یې پرینښودلې چې غزې ته ننوزي.

د اسرئیلو سمندري قواوو دغو کښتیو ته وویل چې د نړیوالو قوانینو نه یې سرغړاونه کړیده.

" دا د اسرئیلو د سمندري قواوو غږ دی، د امنیتي دلایلو په خاطر غزې ته د ټولو کښتیو په تګ راتګ باندې بیندیز لګیدلی دی. که چیرته تاسو هڅه کوۍ چې غزې ته د سمندر له لارې ننوزې نو تاسو د نړیوال قانون نه سرغړاونه کوۍ. "

څو شیبې وروسته د اسرائیلو کمانډو دغو کښتیو ته وروختل او مبارزین چې د نهو هیوادونو اتباع ؤ په سوله ایزه توګه یې ځانونه تسلیم کړل. دواړه کښتۍ ګانې د اسرائیلو یوه بندر ته ووړل شویدي او نیول شوي مساپرین به خپلو هیوادونو ته واستول شي. دغه کښتۍ ګانۍ د همدې اونۍ په سر کې د ترکې نه روانې شوې وې.

د فلسطین طرفداره مبازین وایي چې په غزې باندې د اسرئیلو لخوا د بندیز لګول غیرې قانوني او غیر اخلاقي کار دی. دغه مبارزین وایي چې اسرائیلو پدې کارسره هغه 1.4 میلونه فلسطینیان بندیان دي چې په غزې کې ژوند کوي. د کاناډا یو تن اوسیدنکی چې هغه هم پدغو کښتیو کې سپور ؤ، وایي چې د خطرونو سره سره پکار ده چې نړۍ ته د هغوي پیغام ورسیږي.

" مونږ ته پکار ده چې د خطرونو سره مقابله وکړو او هر څه چې پیښیږي دا باید چې هیر نکړو چې په غزې کې میشت فلسطینان په بند کې ایثار دي او د هغوي په ګرځیدو راګرځیدو باندې بندیز لګیدلی دی. "

تیر کال هم یوې کښتۍ دا هڅه کړې وه چې د غزې محاصره ماته کړي او مرستو مواد خلکو ته ورسوي، مګر په هغې وخت کې د اسرائیلو کمانډوګانۍ په کښتۍ باندې حمله وکړله او نهه تنه ترکي مبارزین یې ووژل چې پدې کار سره په نړیواله کچه د خلکو شور راپورته شو.

د حماس د ډلې صدراعظم اسماعیل حنیه په غزې کې د مرستو د کښتیو نه وغوښتل چې غزې ته راتګ ته دې دوام ورکړي.

" دی وایي که تاسو غزې ته په رسیدو کې بریالي شوۍ او که نه خو ستاسو پیغام ورسید. هغه همدارنګه وویل چې په غزې باندې لګیدلی بندیز بې عدالتي ده او پکار ده چې نور پای ته ورسیږي. "

د حماس د ډلې یوه بل غړي بیا ویلی دي چې د اسرئیلو لخوا د مرستو د کښتیو مخه نیول د هغه په قول سمندري غلا ده خو اسرائیل ددې ټولو خبرو برسیره په غزې باندې بندیز نه ماتوي.

XS
SM
MD
LG