د لاس رسي وړ اتصالات

د اتو ورځو وروسته د حماس او اسرایلو ترمنځ سوله وشوه


اسراييلو او حماس له اتو ورځې جګړې څخه وروسته نن د پنجشنبې په ورځ په ارامي سره تیره کړه. هغوي له تیرې یوې اونۍ راهېسې ارامه شپه نه وه تیره کړې خو له اوربند نه وروسته داکار وسو.

اسرایلو اوحماس چې دغزې په تړانگه کې حکومت کوي د شپې ترنهو بجو پورې سوله ټینگه کړې وه. د غزې بندري برخې به خلاصې وي اوخلکو ته به اجازه وي چې ضروري شېان بهر او داخل ته سره انتقال کړي.

دغه سوله چې د مصر په وساطت وشوه د چارشنبې په ماښام پر نهو بجو باندې په محلي وخت تطبیق شوه . دمصر د بهرنیو چارو وزیر محمود کامل عمر د دې متارکې اعلان په قاهرې کې وکړ په داسي حال کې چې دامریکا د بهرنېو چارو وزیره هېلري کلنټن ېې هم څنگ ته ولاړه وه.
میرمن کلینټن داسي وویل: "... ددې سېمې خلک د دی وړ دي چې ازادانه ژوند وکړي بې له وېرې او مرگ ژوبلې نه . د نن ورځې روغه جوړه د سیمې لارې په لورېوقدم پرمختگ دی. پکارده چې موږ پردی بنسټ نور پرمختگ هم وکړو."



د غزې د ښار اوسیدونکي د سولې د اعلان نه ورو سته سړکونو ته را وتلي وو او د اتو ورځی جگړی څخه وروسته یی د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند لمانځنه کوله. په غزه کې د حاکمې حماس ډلې ویاند حسین وایی دا تړون د فلسطینیانو لپاره یو بریالیتوب دی. هغه وویل چې زما خلک ټول دلته دي. دا غټه کامیابی ده. په واقعیت کې دې خلکو دا بریالیتوب په خپل صبر او زغم او دخپلو خلکو په وینو ممکن کړی دی. زموږ 162 کسان ددغه بري لپاره ووژل شول.

د حماس د ډلی مشر خالد مشعل وایي چی دده جنگیالی به اوربند مراعات کړی خو زیاته یې کړه: "... مونږ به د نننۍ موافقې درناوی وکړو، خو که چیری اسرائیلو دا تړون مراعات نکړ نو مونږ تیار یو".

د اسرائیلو د دفاع وزیر یهود بارک دا اوربند د اسرائیلو لپار بری وگاڼه اووې وېل : "... هدفونه په پوره ډول تر لاسه شول، حماس او اسلامی جهاد ته سخته ضربه رسیدلې ده احمد جباری او په لسگونو نور لوړ پوړی ترهگر قوماندانان او چارندوکي ( مبارزین ) وژل شوي دي."

د اسرائیلو د دفاع وزیرا یهود براک همدارنگه زیاته کړه چې د اوربند د عملی کولو مسولیت د حماس په غاړه دی، ښاغلی براک وویل د پخوانیو تجربو نه دا څرگندیږي چې ښایي له اوربند څخه کمې سرغړونې وشي.
XS
SM
MD
LG