د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو پر غزې خپل بریدونه هماغسې روان ساتلي دي


فلسطیني چارواکي وايي تراوسه لږ تر لږه ۳۵ کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي .

فلسطیني چارواکي وايي تراوسه لږ تر لږه ۳۵ کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي .

اسرایلو پر غزې د خپلو پراخو عملیاتو په ترڅ کې د دویمې ورځې لپاره هم خپل بریدونه روان ساتلي دي . فلسطیني چارواکي وايي تراوسه لږ تر لږه ۳۵ کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي .

اسرایلو د حماس ډلې پر ضد پر غزې تر دوه سوه ورپورته هوايي بریدونه کړي دي، د اسرایلو پوځ وايي د بریدونو هدف یې د حماس مشران، د وسلو زېرمتونونه او د قاچاقو لپاره کارېدونکي تونلونه دي .

د سه شنبې ( جولاۍ ۸) په ورځ له پیل شویو پوځي عملیاتو راهېسې اسرایلو تر دې دمه څه باندې څلور سوه هوايي بریدونه کړي چې هدف یې پر اسرایلو د حماس له لوري د وېشتونکو توغندیو بندول ښودل کیږي .

د اسریلو د ستراتیژیکو اړیکو وزیر یوال ستینتز وايي دغه عملیات به ژر پای ته ونه رسیږي ځکه دوی غواړي چې د حماس پوځي وړتیاوو وځپي چې د اسرایلیانو امنیت خوندي شي.

وزیر همدغه راز ویلي اسرایلي پوځ ځمکنیو بریدونو ته هم چمتوالی نیسي .

د اسریلو له دغو بریدونو سره سره داسې نه ښکاري چې د حماس له لوري پر اسرایلو وارېدونکي توغندي دې ودرول شي، د اسرایلو هوايي ځواک د حماس ډیر وېشتل شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي چې هدف ته ونه رسیږي .

د حماس یو چارواکي مشیر المصري چې په غزه کې له خبریالانو سره غږېده وویل که اسرایل دا فکر لري چې په څو ورځو، اونیو او یا هم څو میاشتو کې د حماس پوځي زیرمتونونه بشپړ ختم کړي، دا یې یوه لویه تېروتنه ده، نوموړي وویل حماس د اوږدې جګړې لپاره پر چمتوالي بوخت دی .

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر دواړو غاړو غږ کړی چې د غچ اخیستلو پر ځای دې له فکر او یوې ښې لارې چارې څخه کار واخلي.

د ښاغلي اوباما دغه خبرې په یوې جرمنۍ ورځپاڼې ډای زیټ کې خپرې شوي دي.

په همدې حال کې د فلسطینیانو ولسمشر محمود عباس د سه شنبې په شپه په یوې تلویزوني وینا کې پر نړیوالو ټولنو او د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ وکړ چې د فلسطینیانو د امنیت لپاره دې لاس په کار شي .

XS
SM
MD
LG