د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: اسرائیل قصداً غزه کې ملکي خلک له لوږې سره مخامخ کړي


د اسرائیل پلي ځواکونه غزه کې د عملیاتو پر مهال.
د اسرائیل پلي ځواکونه غزه کې د عملیاتو پر مهال.

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) د اسرائیل حکومت تورن کړ چې په غزه کې یې د جګړې د یوې برخې په توګه په قصدي ډول ملکي وګړي له سختې لوږې سره مخامخ کړي دي.

په نیویارک کې میشت دغه سازمان په یو راپور کې تور لګولی چې "د اسرائیل حکومت د غزې په اشغال شوې تړانګه کې د جګړې د یوې تګلارې په توګه ملکي خلک له لوږې سره مخامخ کوي چې دا یو جنګي جرم دی".

په راپور کې ویل شوي: "اسرائیلي ځواکونه په قصدي توګه د اوبو، خوړو او سون توکو د رسولو مخه نیسي او په قصدي ډول بشري مرستې له خنډ سره مخ کوي، په ښکاره ډول د کرنې ساحې ویجاړوي، او ملکي وګړي له هغو شیانو څخه بې برخې کوي چې د ژوندي پاتې کېدو د پاره ورته اړتیا لري."

د اسرائیل حکومت ددغه راپور په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان د "یهودو ضد او اسرائیل ضد سازمان" بللی دی.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیور حیات فرانس پرس ته وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان د اکتوبر د اوومې نیټې د اسرائیلي اتباعو وژنه او قتل عام نه دی غندلی. که دوی د اسرائیل پر کړاوونو او بشري حقونو باندې سترګې پټوي، نو هیڅ اخلاقي اساس نه لري چې په غزه کې د روان حالت په اړه خبرې وکړي."

په غزه کې خونړۍ جګړه د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا په اسرائیل کې د بې ساري برید سره پیل شوه. د اسرائیل د تازه شمیرو له مخې، په دغه برید کې ۱۱۳۹ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې تراوسه له ۱۸۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

له څو میاشتو سختو بمباریو او جګړو وروسته د غزې زیاتره وګړي بې ځایه شوي او خلک د خوړو، اوبو، سون توکو او درملو له کمښت سره لاس او ګریوان دي.

اسرائیل د جمعې په ورځ د کریم شالوم له سرحدي لارې غزې ته د "موقتي" اړینو بشري مرستو د رسولو په اړه هوکړه وکړه.

د مصر د سرې میاشتې یو چارواکي وویل، د بشري مرستو یو کاروان د یکشنبې په ورځ، د جګړې د پیل راهیسې په لومړي له دې لارې غزې ته داخل شو.

دغه چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، په ټولیز ډول غزې ته "نن ۷۹ لارۍ ننوتلي دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG