د لاس رسي وړ اتصالات

د یو جعلي خبر په وجه پاکستان اسرائیل ته اټومي گواښ وکړ


د پاکستان اسلامي جمهوریت او اسرائیل سره هیڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه لري
د پاکستان اسلامي جمهوریت او اسرائیل سره هیڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه لري

د یو جعلي خبر خپریدل ددې سبب شول چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف اسرائیل ته یو سخت غبرگون څرگند کړي.

په هغه جعلي خبر کې چې د AWD انټرنیټ پاڼې خپور کړ، د اسرائیل د دفاع د پخواني وزیر له قوله ویل شوي چې که پاکستان سوریې ته سرتیري واستوي، اسرائیل به پر پاکستان باندې اټومي حمله وکړي.

په مقابل کې ظاهراً د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په خپل ټویټر کې لیکلي چې "پاکستان هم یو اټومي تاقت لرونکی هیواد" دی.

ددې خبر له خپریدو نه شاوخوا درې ورځې وروسته نن دوشنبې د اسرائیل د دفاع وزارت په رسمي توگه غبرگون ښودلی او ویلي یې دي چې خپور شوی خبر "په بشپړه توگه جعلی" دی او حقیقت نه لري.

خو نن یو ځل بیا د پاکستان د دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې ولی اسرائیل ددغې موضوع په هکله درې ورځې وروسته غبرگون ښودلی او هغه یې رد کړی ده.

د باوري بنسټونو د پلټنو پر بنسټ د AWD خبري ویبپاڼه د جعلي خبرونو په خپرولو شهرت لري او په دې ویبپاڼه کې خپاره شوي خبرونه رښتیا او د اعتبار وړ نه دي.

اسرائیل یو ډول مبهم اټومي سیاست پرمخ بیایي او د اټومي وسلو لرل او نه لرل نه تائیدوي او نه هم ردوي. خو پاکستان په ۱۹۹۸ کې اټومي ځواک شوی دی.

د پاکستان اسلامي جمهوریت او اسرائیل سره هیڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

XS
SM
MD
LG