د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د فلسطیني برید کونکو مړي فلسطین ته سپارلي


اسرایلو د ۲۳ فلسطنیانو مړي چې په دې ورستیو کې وژل شوي دي په لویدیځه غاړه کې فلسطیني ښارګوټو او کلیوو ته انتقال کړي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ اندېښنې کمې شي. دغه کسان پر اسرایلو باندې د برید پرمهال وژل شوي دي.

د اسرایلو د پوځ یوه ویاند او د فلسطین روغتیايي سرچینو دا خبر تایید کړی دی. دواړو خواوو ویلي چې د مړو د انتقال بهیر پرون د جمعې په ورځ بشپړ شو.

اسرایل معمولا د برید کونکو مړي سمدستي فلسطینیانو ته نه سپاري.

دا نوي انکشافات په داسې حال کې رابرسیره شوي چې تقریبا هره ورځ د فلسطینانو له خوا پر اسرایلیانو باندې د ټوپک، چاقو او موتړو بریدونه کېږي چې له امله یې په دې ورستیو میاشتو کې ۲۱ اسرایلیان وژل شوي دي.

په عین موده کې ۱۳۰ فلسطینیان د اسرایلو په دفاعي حملو کې هم وژل شوي دي. اسرایل وايي چې اکثره وژل شوي کسان برید کونکي وو چې غوښتل یې پر اسرایلو برید وکړي.

اسرایلي مشران وايي چې هغه اسلامي ډلې چې د اسرایلو نابودي غواړي د تشدد په راپارولو کې مهم رول لوبوي. خو فلسطیني مشران بیا وايي چې تشدد ځکه رامنځ ته شوی چې فلسطینیان د اسرایلو له خوا د هغو سیمو د اشغال څخه خسته شوي دي چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي مستقل هیواد برخه ګڼي.

XS
SM
MD
LG