د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیان د رسمیت پیژندنې لپاره ټینګه مبارزه کوي


فلسطینیان د رسمیت پیژندنې لپاره ټینګه مبارزه کوي
فلسطینیان د رسمیت پیژندنې لپاره ټینګه مبارزه کوي

د فلسطېن مشران په ملګرو ملتونو کې دخپل دولت دپه رسمېت پېژندلو لپاره په راتلونکی اقدام باندی غورکوی. هغوی تردې مخکی هم ېوځل داکار وکړ خو دملګرو ملتونو کومېټه په دې برخه کې چې دهغوی بشپړ غړېتوب ومنی له جنجال سره مخ ده.

ملګرو ملتونوته دفلسطېن استاځی منصور رېاض د جمعی په ورځ ووېل چې دده حکومت به ډېر ژر په دې برخه کې په بل ګام باندی فېصله وکړی. هغه زېاته کړله چی د فلسطېن چارواکېو په ټېنګه اراده کړېده چې دخپل غړېتوب دترلاسه کولو په کار کې کامېاب شی. او دی هم په دې عقېده دی چې دوی به دغړېتوب په لاسته راوړلو کې کامېاب شی.

منصور رېاض داتبصره د جمعی په ورځ وروسته له هغه نه وکړله چې د ملګرو ملتونو دا منېت شوری د پنځلس کسېزې شوری دارپوټ خپور کړ چې د فلسطېن دغړېتوب په مسله باندی دغړېو هېوادونو دراېو توافق نشته دی.

تردې مخکی په رپوټ کې ووېل شول چې په ملګروملتونو کې دامنېت شوری ډیپلوماتان دفلسطین دغوښتن لیک په باره کې موافقی ته ونه رسیدل چې په دغه ټولنه کې ئې دغړیتوب لپاره کړی وړاندی کړی و.

نور تفصېل :

دملګرو ملتونو دامنیت شورا هغې جرګه ګې چې نوی غړی منی ، پرون دجمعی په سهار دیولنډ وخت لپاره غونډه وکړه چې هغه رپوټ تصویب کړی چې وائې، ددغې موضوع په باره کې خنډ پیدا شویدی. ددغه رپوټ یوه مسوده ددی هفتی په سرکې مطبوعاتو ته رسیدلی وه .

دغې جرګه ګې دسیپټمبر په میاشت کې وروسته له هغې په دغه غوښتن لیک باندی غور پیل کړی چې دفلسطین جمهورریئس محمود عباس کوښښ پیل کړچې دغه ټولنه د فلسطین غړیتوب ومنی.

خو فلسطینیانو دامنیت شور له پنځلسو رایو نه نهه رایې لاس ته رانه وړی شولی چې دیو هیواد دغړیتوب لپاره پکار دی.همدغه راز امریکا ګواښ کړی وچې که داغوښتنه دبشپړ غړېتوب لپاره شورا ته وړاندی شی نو ویټوبه ئې کړی.

امریکا او دنړۍ نور هیوادونه له فلسطینیانو او اسرائیلو نه غواړی چې مخامخ خبرو ته کښینی. دسولی دغه خبری یو کال پخوا په ټپه دریدلی دی.

XS
SM
MD
LG