د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل: د حماس د مشرانو د ځپلو دپاره خپل عملیات پراخوو


د اسرایلو هوایي قواوو نن د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانگه کې د مطبوعاتو دوه مرکزونه ویشتلي دي. اسرایلو خبرداری ورکړی دی چې د حماس تر کنترول لاندې د نظامي قوماندانانو د ځپلو دپاره خپلې حملی پراخوي.

په عین حال کې فلسطیني جگړه مارانو چې څلور پرله پسې ورځې وشوی په اسرایلو ډزې کوي، نن یی په تل ابیب لږ ترلږه یو بل راکټ وار کړیدی.

په غزې باندې د اسرایلو له خوا د توغندیو د حملو په پنځمه ورځ اسرایل په دې غور کوي چې ځمکنۍ حمله وکړي او که د مصر په رهبرۍ د اوربند هلی ځلی تعقیب کړي. اسرایلو ویلي دي تر څو چې داسي تضمین موجود نه وی چې بیا به د راکټونو حملی نه کیږي، د اوربند په هکله خبرو کې گډون ته تیار نه دی.

د اسرایلو پوځ چمتو دی چې عملیات زیات پراخ کړی.
صدراعظم نیتان یاهو دغه اعلان د کابینی په هفته ایزی غونډې کې کړیدی.

پوځ نن د یکشنبې په ورځ د راکټونو د توغولو ځایونه او د روزنې یوه غټه اډه او د مطبوعاتو دوه مرکزونه ویشتلي دي.

د اسرایلو توپدارو بیړیو هم د غزې د تړانگې د ساحل په غاړه کې د راکټو د توغولو ځایونه ویشتلي دي. د اسرایلو پوځي مقاماتو دغه خبره کړیده خو نور توضیحات یې نه دي ورکړي.
په ننیو هوایي بمباریو کې اوه تنه ملکي فلسطینیان وژل شویدی چې پنځه کسه په کی د یو کلن نه نیولې تر یوولس کلنو پوري ماشومان دي.
دغه خبره د غزی د روغتیا د چارو مامور، اشرف ال قدریه کړیده.

دوه تنه ماشومان، یوه درې کلنه انجلۍ او د پنځو کالونو هلک د یوې کورنۍ وو چې په بیت لاحیه کې په درې پوړیزې ودانۍ باندې په هوایي حمله کې په خپل کور کې ووژل شول.

د حماس امنیتي مامورینو وویل په دغه کور باندې چې دری راکټونه ولگیدل هغه د غزې د هغې کورنۍ ملکیت دی چې د جگړه مارانو د راکټونو د ډلگۍ سره اړیکې لري.
XS
SM
MD
LG