د لاس رسي وړ اتصالات

نیتانیاهو: د فلسطین د رېښتیني ارادې په صورت کې تاریخي رعایتونو ته تیار یوو


د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نیتانیاهو وايي چې نوی حکومت یې چمتو چې د فلسطینینانو سره د سولې خبرې وکړي.

ښاغلي نتیانیاهو د دوشنبې په ورځ ددغه هېواد پارلمان ته وویل چې هیله لري چې په خپل نوي حکومت کې د سولې خبرې بیا پیل کړي. د یادونې وړ ده چې د ښاغلي نتیانیاهو د تیرې دورې په څلور کلن حکومت کې د سولې خبرې په ټپه درېدلي وې.

لومړي وزیر نتانیاهو وویل چې اسرایلو په واري واري دا ثابته کړې ده چې غواړي د رېښتینې سولې دپاره یو لړ رعایتي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د فلسطینیانو له لورې د ښه نیت د څرګندولو په صورت کې چمتو دی چې په یو لړ تاریخي رعايتي ګامونو لاس پوري کړي چې په لړ کې به یې د فلسطینیانو سره ددغه هېواد شخړه د تل لپاره حل سي.

خو ښاغلي نیتانیاهو دا ونه ویل چې د فلسطین سره به د سولې د خبرو په لړ کې کوم رعایتي ګامونه پورته کړي.

د اسرایلو نوې کابینه به نن د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي. په نوې کابینې کې د فلسطینانو په مقابل کې سخت دریځ او میانه روه غړي شامل دي.
XS
SM
MD
LG