د لاس رسي وړ اتصالات

پیریس: اسرایل او فلسطین اوس هم سوله کولای شي


د اسرایلو ولسمشر شیمون پیریس وايي چې دا ممکنه ده چې اسرایل او فلسطینیان پر خپل مینځني اختلافاتو باندي غلبه حاصله کړي او سوله تامین کړي.

ښاغلي پیریس دغه خبرې نن د یکشنبې په ورځ په اوردن کې د نړۍ د اقتصادي فوریم د عمومي غونډې په حاشیې کې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د بیا پخلاینې دپاره د موقعې د لاسه ورکول به په یوې غټې مایوسۍ تمامه شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري هم چې د یکشنبې په ورځ به اوردن ته ورسېږي، په دې ورستیو کې یې وویل چې اسرایل او فلسطینیانو ته په کار ده چې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره یو لړ سختې پریکړې وکړي. په درو میاشتو کې دا څلورم ځل دی چې ښاغلی کیري مینځني ختیځ ته سفر کوي.


وروسته له هغه نه چې ښاغلي کیري د اسرایلو او فلسطینیانو سره په جلا جلا توګه ولیدل، پر دواړو خواوو یې غږ وکړ چې د سولې د مزاکراتو د پیل دپاره دي د مخکي له مخکي شرايطو نه تیر شي. په مینځني ختیځ کې د سولې خبرې د تیرو څلور کلونو راهیسي تر زیاته بریده په ټپه ولاړې دي.
XS
SM
MD
LG