د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین د ملګرو ملتونو په یونسکو کې غړیتوب ګټلی


فلسطین د ملګرو ملتونو په یونسکو کې غړیتوب ګټلی
فلسطین د ملګرو ملتونو په یونسکو کې غړیتوب ګټلی

د ملگرو ملتونوکلتوري ادارې یا یونسکو د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو دپاره د فلسطنیانو غوښتنه منلې ده چې دا کار کولای شي چې دغی بین المللي موسسې ته د امریکا مالي بودجه په خطر کې واچوي.

په پاریس کې د یونسکو ننی اقدام د خپلواک فلسطینی دولت د بین المللی پیژندنی لپاره د فلسطینیانو هڅې لا عېښتلې کوي. د څوارلس منفی رایو په مقابل کی په یو سلو اوه موافقو رایو، او٥٢ ممتنع رایو، نمایندگانو د فلسطین بشپړغړیتوب تصویب کړ. د رای ګیرۍ وروسته چک چکی نو اوخوشحالۍ وشوې.

فرانسې، افریقا ، ټولوعربو ، لاتینی امریکا اود اسیایی هیوادونو د نمایندگانو سره یو ځای چې د چین او هند نمایندگان هم په کې شامل وو، مثبتی رایې ورکړې. اسرایلو ، امریکا ، کاناډا او جرمني منفی رای ورکړې.

په یونسکو کی د غړیتوب لپاره د یونسکو د ١٩٣ غړو په دریو برخو کی ، دوه برخې رای ضروري وې.

خو په پاریس کې د فلسطنیانو کامیابی یونسکو ته ډیره گران لوییدی شي.

د امریکا قانون دی چې واشنگتن ، د ملگرو ملتونو هرې اړوندې ادارې ته چې د فلسطینانو غړیتوب په رسمیت پنژني ، بودجه نه شي ورکولی .

د یونسکو د بودجی غټه برخه اوس امریکا ورکوي.

XS
SM
MD
LG