د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د حکومت غچ اخیستونکي اقدامات


د بیت المقدس ښار
د بیت المقدس ښار

د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو په داسې حال کې د بریدگرو د کورونو د ویجاړولو امر کړی دی چې دمخه پر دې ډول غچ اخیستونکو اقداماتو باندې انتقادونو شوي دي.

ښاغلي نتنیاهو پرون په یوې کنیسا کې د خبرو په وخت په بیت المقدس کې د مرگوني برید په ځواب کې د سختو امنیتي اقداماتو ژمنه وکړه " دا یو لوی او مهم گام دی او دیته ورته د نورو کورونو ورانول به هم وشي. نور ډیر اقدامات هم په پام کې دي."

د دوو فلسطیني ځانمرگو بریدکوونکو د کورنۍ یو غړی سید ابو جمال وایي چې په ختیځ بیت المقدس کې د دوی کورنیو نن د پولیسو له خوا د دوی د کورنو د ورانولو امر ترلاسه کړی دی.

په بیت المقدس کې د مرگوني تاوتریخوالي په وجهې د سرکونو د بندیدو وروسته، نن اسرائیلي پولیسو او فلسطیني مظاهره کوونکو سره اخ و ډب وکړ.

د سیمې فلسطیني اوسیدونکي د اسرائیل له خوا د نویو اقداماتو په وجهې اندیښمن شوي دي او د بیت المقدس په لویدیځه څنډه کې یهود میشته اوسیدونکي هم د خپل مصونیت په اړه اندیښمن او د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي د دوام په اړه ویره څرگندوي.

خو د سیمې ځنی اوسیدونکي وایي غواړي گډ ژوند وکړي " موږ غواړو چې په امن کې سره ژوند وکړو، موږ ددی دپاره زیږیدلي یوو چې په سوله کې ژوند وکړو او د ژوند نه خوند واخلو. نه د دې دپاره چې د خلکو سره جگړې او شخړې وکړو. موږ غواړو سره یوځای ژوند وکړو"

په تیرو نژدې اونیو کې فلسطیني برید کوونکو په ټوپکو، چاقوگانو، او د موټرو په وسیلې یوولس تنه وژلي دي چې دا وژنې اکثر په بیت المقدس کې وې. په بریدونو کې شامل لږ تر لږه پنځه فلسطینان هم وژل شوي دي.

له بلې خوا د اسرائیل پوځ واېي د غزې په تړانگه کې وسله والو ملیشو، په مدیترانې بحیره کې د یو توغندی ازمویلی دی.

پوځ نن پنجشنبې خبر ورکړ چې د تیرو څلورویشتو ساعتونو په منځ کې څلور توغندي توغول شوي او واېي په غزې کې میشت وسله وال ازموینې کوي.

پرون د ملگرو ملتونو عمومي منشي د یوې اعلامیې په ترڅ کې د بیت المقدس په یوې کنیسا کې د سه شنبې په ورځ مرگونې برید غندلی.

د عمومي منشي بان کی مون ویاند وایي د ملگرو ملتونو عمومي منشي هرډول بریدونه غندي " عمومي منشي په ملکي خلکو باندې هرډول بریدونه غندي. په بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې په مذهبي ځایونو کې حملې په روانه شخړه کې د هغه خطرناکه عمل تداوم دی چې کیدی شي ددی سیمې نه بهر ته هم وغزیږي"

د بیت المقدس په یو مذهبي ځای باندې اختلاف، چې یهودو او مسلمانانو دواړو اړخونو ته ډیر سپیڅلی دی، د میاشتو راهیسې روان او مخ په زیاتیدو دی.

XS
SM
MD
LG