د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس ترمنځ د خونړۍ جگړی دوام


د اسرائیل او حماس جگړه
د اسرائیل او حماس جگړه

د اوربند په ماتیدو سره اسرائیل نن هم پر غزې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړ او وایي، د حماس د یوه جگپوړي چارواکي محمد الزهار د کور په گډون، د گڼ شمېر نورو چارواکو کورنه یې هم په نښه کړي دي.

د اسرائیل پوځ د غزې په شمال کې له اوسېدونکو څخه غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او هر هغه څوک چې له دې سرغړونه کوي په حقیقت کې خپل ځان او کور له خطر سره مخامخ کوي.

خو د حماس چارواکو بیا خلکو ته ویلي دي چې اسرائیل له رواني جنگ څخه کار اخلي. د نن ورځې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درۍ تنه د فلسطین په خاوره کې وژل شوي او یو روغتون هم ویجاړ شوی دی.

اسرائیل د اوربند څخه وروسته یواځې شپږ ساعته خپل بریدونه درولي وو، خو وروسته له هغه یې اوربند بېرته مات کړ چې د غزې له لورې ٥٠ راکټوونه پر اسرائیل وتوغول شول.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هغه غوښتل چې دا شخړه د دپلوماسۍ لارې حل شوی وای خو د حماس کړنو دوی ته بله لاره نده پریښې مگر دا چې خپل عملیات پراخ او زور ورکړي.

د امریکا د متحده ایالتونو حکومت هم په سیمه کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه خپگان ښودلې او زیاتوي چې د تشدد په وجه بې اندازې بې گناه ملکي خلک وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند، جاش اېرنست په یوه خبري کنفرانس کې ووېل، چې د حماس او بلې هرې ډلې لخوا باید راکټي بریدونه ودرول شي.

« ټول حماس او هغو ډلو ته متوجه دي چې فلسطیني سیمې یې ترولکې لاندې دي او راکټونه توغوي. پوښتنه دا ده چې ایا دوی غواړي که نه غواړي چې د مصر لخوا د اوربند پر موافقې عمل وکړي او که نه؟»

بل لور ته نادا دوماني د سره صلیب د نړېوالې کمیټې ویانده وايي، د بمي بریدونو په وجه چې د اوبو سیستم یې زیانمن کړی دی، د غزې په سلگونو اوسېدونکي د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.

اغلې دوماني وایي « د اوبو کموالی یوه ستونزه ده او کیدایشي په چټکۍ سره په یو مصیبت بدله شي.»

د دې ترڅنگ د ملگرو ملتونو لخوا د فلسطیني پناه غوښتوونکو د ملاتړ او کار اداره وایي، د تېرو اتو ورځو بریدونه د سترو زیربنایي ویجاړیو لامل گرځېدلي او لږ تر لږه ٥٠٠ سوه کورونه له منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG