د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: اوباما په ملګرو ملتونو کې مونږ ته کمین نیولی و


د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د متحده ایالاتو په جمهور رئیس براک اوباما تور لګولی چې په لویدیځه غاړه کې د یهودو ناقلینو لپاره د کورنو د جوړولو په مسلې کې یې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل ته " د شرم نه ډک کمین نیولی "

د بنجامین نیتن یاهو د دغو څرګندونو نه یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلو د کورونو جوړول وغندل. امریکا پدې رایه ګیرۍ کې سپینه رایه ورکړله چې پخوا یې د اسرائیل په حق کې هیڅ داسې کار نه و کړی.

د اسرائیل صدراعظم وایي د متحده ایالاتو لخوا د سپینې یا ممتنع رایه ورکول د اسرائیل سره د کړو ژمنو خلاف ده.

نیتن یاهو وایي پخپله جمهور رئیس براک اوباما په 2011 کال کې ژمنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې به د نهایي موافقې لپاره په اسرئیل شرطونه ونه تپي.

بنجامین نیتن یاهو د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خپل ملګری یاد کړی او ویلي دي دیته سترګې په لار دی چې د هغه سره ګډ کار وکړي.

ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار پریکړه غندلې ده او ویلي یې دا چې دا پریکړه لیک د سولې خبرې اترې نورې هم سختوي.

د اسرائیل صدراعظم همدارنګه وویل چې د کانګریس د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوند د مشرانو سره یې خبرې کړیدي او ډاډ یې ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د اقدام په خلاف به مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG