د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د سوریې پر پوځي مرکز هوایي برید کړی


د ګولان په لوړو کي د اسرایلو په هوايي برید کي یو سوریه يي عسکر وژل سوی دی او ۷ کسه نور تپیان شوي دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنح د هغه مهال راهیسې چي په سوریې کي درې کاله مخکي کورنۍ جګړه پیل سوه، تر ټولو جدي پېښه ده چي رامنځ ته کېږي.

د سوریې پوځ یاده شوې پېښه تایید کړې ده. دغه پېښه وروسته له هغه نه رامنځ ته سوه چي د سوریې او اسرایلو ترمنځ په سرحدي سیمه کي پر اسرایلي ځواکونوباندي برید وشو.



د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو وویل چي اسرایل به د خپلو ځواکونو او خلګو پرضد هیڅ دول برید و نه ځغمي. هغه چي خپلې کابینې ته وینا کوله داسي یې وویل ،،حمله د سوریې په خاوره کي تنظیم شوې وه. د سوریې ځواکونو نه یواځي دغې حملې ته اجازه ورکړې بلکې همکاري یې هم ورسره کړې ده چي زمونږ پر قواوو باندي برید وشي. په دې برخه کي زمونږ پالیسي ډیره واضیح ده. مونږ هغه څوک خوږو چي مونږ خوږ کړي او مونږ به تر خپله وسه پوري په سیند، هوا او ځمکه باندي دغه پالیسي تطبیق کړو. ځیني وخت داسي هم وي چې مونږ تهاجمي عملیات ترسره کوو لکه دا وروستي عملیات چي مو ترسره کړل چي سوله یقیني کړو. د همدغې پالیسۍ له کبله اسرایل خپل امنیت ساتلی دی او خپل د خلګو امنیت یې ژغورلی دی. په همدغه دلیل په اسرایل کي وضیعت ثابت او آرامه دی په داسي حال کي چې په ټول مینځني ختیځ کي وضیعت نارامه دی.،،



د یادونې وړ ده چي روستی پېښه په تیرو دو اونیوو کي دریمه پېښه ده چې د اسرایل په شمالي سرحدي سیمه کي رامنځ ته کېږي.
XS
SM
MD
LG