د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي چارواکی: اسد به ژر یواځې د "علویستان" مشر وي


د اسرائیلو د دفاع وزارت سلاکار وویل چې د بشارالاسد نوم به د تاریخ په کتابونو کې د داسې یو شخص په توگه ثبت شي چې سوریه یې برباده کړه.
د اسرائیلو د دفاع وزارت سلاکار وویل چې د بشارالاسد نوم به د تاریخ په کتابونو کې د داسې یو شخص په توگه ثبت شي چې سوریه یې برباده کړه.

د اسرائیلو یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي ویلي دي چې بشارالاسد د سوریې له پنځو برخو څخه یواځې پر یوې برخې واکمني کوي او ښایي د یو بې اعتباره دولت د مشر په توگه پاته شي چې د هغه لږکۍ علوي فرقه په کې واکمنه وي.

اسرائیل او د هغه گاونډی هیواد سوریه اوږدمهاله دښمني لري، خو د اسرائیلو د دفاع وزارت ستراتیژیک سلاکار اموس گیلاد، څرگندونې د هغه اندیښنو ښکارندوی دي چې د سیمې هیوادونه یې د سوریې د حالاتو په هکله لري چې گواکې له څلور کلنې کورنۍ جگړې وروسته به دا هیواد په څو ټوټو وویشل شي.

ښاغلي گیلاد په یوه استخباراتي غونډې کې وویل "سوریه له منځه ځي. سوریه مړه شوې. د سوریې فاتحه به په ټاکلې نیټه اعلان شي."

د اسرائیلو د دفاع وزارت سلاکار وویل چې د بشارالاسد نوم به د تاریخ په کتابونو کې د داسې یو شخص په توگه ثبت شي چې سوریه یې برباده کړه.

ښاغلي گیلاد وویل تر اوسه اسد د سوریې ٧٥ فیصده خاوره له لاسه ورکړې ده. او د هغه په وینا په واقعیت کې بشارالاسد د سوریې پر شل فیصده خاوره واکمن دی. هغه وړاندوینه وکړه چې د جمهور رئیس اسد واکمني مخ په زوال ده او په کنایه توگه یې وویل چې هغه به یواځې د "علویستان" مشر وي.

د بشارالاسد حکومت د مارچ د میاشتې راهیسې په پرله پسې توگه په شمال لویدیځ، جنوب او مرکزي سوریه کې مختلفو ډلو ته ځمکې له لاسه ورکړي دي چې په هغوی کې د اسلامي دولت ډله، د القاعده شبکې اړوند د النصره جبهه شته.

ګڼ څیړونکي په دې اند دي چې د سوریې د حکومت پلوي ډلو د هغه هیواد د لویدیځو سیمو د ادارې د پیاوړي کولو په مقصد له دمشق څخه نیولی تر حمص، حما او د مدیترانۍ تر سواحلو پورې چې د علویانو اصلي قلمرو گڼل کیږي، پوره هڅه کړې ده.

له دې سره سره د سوریې حکومت اوس هم د سختې جگړې سره مخامخ دی چې د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې واک لري چې په هغو کې په شمال ختیځ کې حسکه او قامشلي ښارونه، په ختیځ کې دیرالزور، په جنوب کې درعا او په شمال کې حلب دي.

اسرائیل هڅه کوي چې وسله وال اسلامپال د خپلو پولو څخه لېرې وساتي او خو د سني اسلامپالو په واسطه د اسد د رژیم له نسکوریدو څخه هم اندیښنه لري. خو ددې سره سره د اسرائیل حکومت هغو یاغیانو ته چې د اسد رژیم سره په جگړه بوخت دي، بشري مرستې برابرې کړې دي.

په ١٩٩٠ کې د اسرائیل او سوریې ترمنځ د سولې د ټینگیدو لپاره هڅې وشوې، خو بیا هم دا دواړه هیوادونه اوږدمهاله دښمنان پاتې شوي دي. دواړه هیوادونو په ۱۹۴۸، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو کې سره جگړې کړې دي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جگړو کې له سوریې څخه د گولان لوړې ونیولې او هغه یې د خپلې خاورې په توگه تر اوسه ساتلي. دا لوړې ساحې د سوریې پر جنوب لویدیځو سیمو او دمشق باندې مسلطې دي.

XS
SM
MD
LG