د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: اسلامي جګړه ماران د ټولې نړۍ د نیولو نیت لري


د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلني غوڼډه کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس پر وړاندې د اسرائیل جگړه، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسلوالو پر وړاندې د نړیوالو د جگړې سره تړلې وبلله.

ښاغلي نتنیاهو پر هغو هېوادونو هم نیوکه وکړه چې د اسلامي دولت د وسلوالو پر خلاف د متحده ایالتونو له هڅو څخه یې ملاتړ کړی او د حماس د وسلوالو پر وړاندې د اسرائیل د وروستۍ جگړې ملاتړ یې نه و کړی.

ښاغلی نتنیاهو وایي « هغوی ظاهراً پدې نه پوهیږي چې داعش او حماس د یوې زهرجنې ونې څانگې دي.»

خو د امریکا متحده ایالتونو د اسرائیل د دې خبرې سره مخالفت څرگند کړی او ویلي دي چې که څه هم داعش او حماس دواړه ترهگرې ډلې دي خو له هر یوې څخه متفاوت یا بېلابېل گواښنه متوجه دي، او هېڅوک متحده ایالتونو ته د حماس پر وړاندې د ځواک څخه د کار اخیستو سپارښتنه نده کړې.

ښاغلي نتنیاهو له نړېوالې ټولنې څخه دا هم وغوښتل چې له ایران سره هغه اټومي موافقه لاسلیک نکړي چې پر اساس به یې ایران ته د کمې اندازې د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکوي.

د ایران په اړه پخپلو خبرو کې ښاغلي نتنیاهو زیاته کړه چې د داعش، حماس، القاعده او د بوکوحرام په گډون ټول اسلامي تندلاري یوه گډه ایدیولوژي لري او کیدایشي ایران د هغوی د ځواک بنیاد وي.

هغه وویل « پام وکړئ چې غلط نشئ. داعش باید ماته وخوري. خو داعش ته ماتې ورکول او ایران د یوه اټومي ځواک په توگه پرېښودل به پدې معنا وي چې تاسې به یو سنگر وگټۍ خو اصلي جنگ به وبایلی.»

د ایران غبرگون

په غبرگون کې ایران د اسرائیل د صدراعظم دا خبرې بې اساسه بللي او پر هغه یې دا تور لگولی چې هڅه کوي ترڅو خلک د ایران او اسلام څخه ووېروي او ایران دا خبره هم کړې چې نتنیاهو غواړي د ایران د اټومي پروگرام په هکله د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران ترمنځ روانې خبرې سبوتاژ کوي.

XS
SM
MD
LG