د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د امریکا د باندنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی


د اسرایلو لوړ رتبه چارواکو د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري ته خبردرای ورکړی دی چې د فلسطینیانو سره د سولې معامله به په دوي باندي په زوره باندي ترسره نشي.

د اسرایلو مشرانو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه نه په غوصه سره غبرګون وښودی چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې که د فلسطینیانو سره د سولې خبرې ناکامې شي نو کېدای سي چې اسرایل د نړیوالې انزوا سره مخامخ شي.


د اسرایلو د کابینې په هفته وارې غونډه کې د ښاغلي کیري څرګندونې یو مستقیم ګواښ وګنل وشي.

د اسرایلو لومړي وزیربنیامین نیتانیاهو داسي وویل ،،دا چي هڅې کېږي چې د اسرایلو پر حکومت باندې نړیواله انزوا وتپل شي دا د توجې وړ او اصولي کار نه دی. دوي به خپل اهداف ترلاسه نکړي. تر ټولو دمخه دا کار به د فلسطینیانو هغه موقف لازیات قوي کړي چې تل د سولې د خبرو څخه پرشا کېږي او دویمه دا چي پر ما باندي هر ډول فشار به د دې سبب نشي چې زه د اسرایلو د حکومت او خلګو د خوندیتوب د مهمو ګټو څخه صرف نظر وکړم. د همدغو دلایلو پر اساس به نړیوالو له خوا د اسرایلو سره مقاطعه، نړیوال خپلو اهدافو ته ونه رسوي.،،


د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړې او په کښي راغلي دي چې د ښاغلي کیري د خبرو څخه غلط برداشت سوی دی او د اصلي محتوا څخه ایستل شوي دي. په بیانیې کې راغلي دي چې ښاغلی کیري د اسرایلو پرضد د هر ډول مقاطعې مخالف دی او یواځي یې د اسرایلو د عدم اقدام په صورت کې دنورو له خوا داقدام خبره کوله.



د مثال په توګه اروپايي اتحاد خبردرای ورکړی دی چې د اسرایلو پر یهودانو باندي به چې په لویدیځه غاړه کې یې کورونه جوړ کړي دي خپل تولیدات بند کړي او څو اورپايي کمپینو د هغو اسرایلي کمپنیو سره کاروبار درولی دی چې په لویدیځه غاړه کې فعالیت کوي.
XS
SM
MD
LG