د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل: مونږ به پر هغو سیمو باندي چې پر مونږ بریدونه کوي حملو ته ادامه ورکړو


Israel Gaza

Israel Gaza

د فلسطین د طبي چارو مامورین وایي، د اسرایلو په یوې هوایي حملې کې یو دوولس کلن هلک او یو جگړه مار نن د یکشنبې په ورځ ووژل شو. ددی دوه کسو په وژنې په غزه کې د جمعې د ورځې راهیسې د مړو شمیر ١٧ تنو ته ورسیدی. د اسرایلو مقامات په خپلې خاورې کې د راکټو د څه باندې سلو حملو انتقام اخلي. په څو کالونو کې د فلسطینیانو او اسرایلو ترمنځ دغسي تشدد کله نه وه پیښ شوی.

زرگونه فلسطینیانو پرون په غزه کی د وژل شوو کسانو د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته. زیاترو دغو مارش کوونکو د انتقام ناری وهلې.

په وژل شووو کسانو کی یو ظهیرالقیصي، د فلسطین د ولسي مقاومت د کمیټې مشر دی. همدغې ډلی په دوه زره او شپږم کال کې د اسرایلو د پوځ یو عسکر گیلاد شالیت تښتولی و چې تیر کال د زرو تنو فلسطیني بندیانو په بدل کی خوشی شو.

د اسرایلو د صدراعظم مرستیال یهود براک وویل دغه هوایي حملې به روانې وي او د اسرایلو اردو به هر هغه څوک ولي چې په اسرایلیانوباندې د حملې پلان ولري.

XS
SM
MD
LG