د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل صدراعظم د امریکا کانگرس ته وینا کوي


صدراعظم نتنیاهو د ایران په وړاندې خپل دریځ یوځل بیا روښانه کړ او وویل د اسرائیل امنیت د ده لومړنی مسوولیت دی
صدراعظم نتنیاهو د ایران په وړاندې خپل دریځ یوځل بیا روښانه کړ او وویل د اسرائیل امنیت د ده لومړنی مسوولیت دی

داسې توقع کیږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو به د سه شنبې په ورځ د امریکا کانگرس ته په خپله وینا کې د ایران د اتومي پروگرام په اړوند د هرډول جوړجاړي پر ضد خبرې وکړي.

د مذاکراتو په اړه د هغه مخالفت د یو شمېر هغو امریکایي چارواکو قهر هم پارولی چې د ایران د اتومي پروگرام په اړه د پنځو نورو هېوادونو سره پرې کار کوي.

په اسرائیل کې ځینې خلک وایي د صدراعظم نتنیاهو وینا به کیدی شي د مارچ میاشتې په نیمایي کې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې بد انعکاس ولري او ځینې نور بیا وايي چې "بنیامن نتنیاهو ډېر ساده سړی دی چې په دې نه پوهیږي امریکا، اسرائیل ته څومره مهمه ده"

واشنگټن ته د روانېدو مخکې، صدراعظم نتنیاهو د ایران په وړاندې خپل دریځ یوځل بیا روښانه کړ او وویل د اسرائیل امنیت د ده لومړنی مسوولیت دی.

هغه وایي "د امریکا سره د اسرائیل د اړیکو په قوت باور لرم او په همدې بنسټ موږ کولی شو چی د دغو او راتلونکو اختلافاتو په له منځه وړلو بریالي شو. د اسرائیل د صدراعظم په حیث دا زما دنده ده چې د اسرائیل امنیت ېقیني کړم او همدا دلیل دی چې ولې موږ په جديت سره د ایران او نورو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقو سره مخالفت کوو، دا موافقه زموږ شتون د خطر سره مخامخ کوي. د دې ډول موافقو په صورت کې موږ باید متحد شو او هغه خطر توضیح کړو چې اسرائیل، سیمې او ټولې نړۍ ته پېښیږي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اسرایل دا ادعا رد کړې چې په موافقه کې ایران ته ډېر امتیازات ورکول شوي او پدې وروستیو کې یې د کانگرس یوې کمېټې ته د معلوماتو ورکولو په وخت کې وویل چې د ایران سره په مذاکراتو کې (چې ایران د اتومي پروگرام د مخکې وړلو نه منع کوي) په اصل کې اسرائیل نورهم خوندي کوي. جان کیري وايي" موږ دغه یو فرصت چی نن یې لرو له لاسه نه ورکوو. هغه یو اختیار دی چې پدې موده کې یې د لاسه نه ورکوو. د بندیزونو بیا لگول چې هغوی به د نن په پرتلې ډېر خراب کړي. البته که اړتیا پیښه شي، نو موږ هروخت د پوځي لارې غوره کولو اختیار هم لرو. نو په اصل کې موږ هیڅ ېو فرصت له لاسه نه ورکوو"

کیري واېي د روانو خبرو په اړه د صدراعظم نتنیاهو په شمول منتقدین شاید پدې پوه نشي چې دوی په څه باندې خبرې کوي.

امریکا او د نړۍ پنځه ځواکمن هېوادونه، برتانیا، چین، فرانسه، جرمني، او روسیه د جون په دېرشمه هغې وروستۍ نیټې ته په نژدې کیدو دي چې له مخې یې ایران د خپلو یورانیمو د غني کولو پروگرام بندوي او په بدل کی ېې لگیدلي بندیزونه لری کیږي چې د ایران اقتصاد یې په بد ډول خراب کړې دی. ایران پدې ټینگار لری چې اتومي پروگرام یې د سوله ایزه هدفونو دپاره دی.

XS
SM
MD
LG