د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین له ملګرو ملتونو غواړي د یوه خپلواک دولت په توګه یې وپیژني


فلسطین له ملګرو ملتونو غواړي د یوه خپلواک دولت په توګه یې وپیژني
فلسطین له ملګرو ملتونو غواړي د یوه خپلواک دولت په توګه یې وپیژني

ېو فلسطېنی مامور واېې چې فلسطېنېان به بله اونۍ ملگرو ملتونو ته خپل درخواست ولېږي او دېوه مستقل دولت په توگه به ورنه د رسېمت پېژندولو غوښتنه وکړي. فلسطېېنانو دا علان په داسې مهال وکړ چې لوېدېځ ملکونه ډېر کوښښ کوي د اسراېلو او فلسطېنېانو ترمنځ د سولې خبرې بېا شروع شي.

د فلسطېن دبهرنېو چارو وزېر رېاض المالکي نن ووېل چې جمهور رېس محمود عباس به خپل درخواست د سېپټمبر په ٢٣ نېټه د ملگرو ملتونو عمومي اسملبئ ته وړاندې کړي. خو تراوسه پورې دا خبره نه ده څرگنده چې اېا ښاغلی عباس به دېوه ازاد دولت د رسمت پېژندلو غوښتنه وکړي او که د غېر دولتي غړېتوب غوښتنه به وکړي. که چېرې د فلسطېن حکومت په ملگرو ملتونو کې دپوره غړېتوب دحاصلولو غوښتنه وکړي نو بېا به د امنېت شور منظوري هم اخلي ، چې په دغه صورت کې توقع کېږي چې د امرېکا حکومت به ېې مخالفت وکړي او وېټو به ېې کړي. دغېر دولتي غړېتوب لپاره ېواځې دعمومي اسملبۍ منظوري کافي ده او څوک ېې وېټو کولې نه شي.

ټاکل شوې چې دمنځني ختېځ لپاره دامرېکا د حکومت استازې ډېوېډ هېل او د سپېنې ماڼۍ لوړ پوړې مشارو ، ډېنېس راس به نن دپنجشنبې په ورځ په لوېدېځه غاړه کې دفلسطېن د مشر محمود عباس سره وگوري. هغوئ داسراېلو دصدراعظم بن ېامېن نتنېاهو سره هم ملاقات کړی دی. اروپاېې اتحاد هم غواړي چې دواړه خواوې په راتلونکو څو ورځو کې د سولې خبرې شروع کړي.

د فلسطېن اداره فعلا په ملگرو ملتونو کې د څارونکې څوکئ لري. د اسراېلو د بهرنېو چارو وزېر اېوگډور لېبرمېن پرون خبرادرئ ورکړ که چېرې فلسطېنېانو ملگرو ملتونو ته دغړېتوب لپاره درخواست ورکړ نو دغه اقدام به ېې ډېر بد عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG