د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي د کډوالو تلفات مخ په زیاتېدو دي


اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د کډوالۍ دغې ستونزو ته یوه ګډه لار ولټوي.
اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د کډوالۍ دغې ستونزو ته یوه ګډه لار ولټوي.

د ملگروملتونو د مهاجرو عالي کمشنرۍ وایي چې سږکال له منځني ختیځ، اسیا او افریقایي ملکونو څخه له ۱۰۰زرو نه زیاتو کسانو د مدیترانې د سمندرگي په خطرناکې لارې اروپا ته ځانونه رسولي دي.

په دوی کې یې یو شمېر د ٢٠١۴ کال په تناسب له حده زیات لوړ شوی. دغه نړیواله اداره وایي تېر کال ۲۱۹زره کسان ارپا ته رسېدلي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په خپل تازه رپوټ کې وایي چې ٢٥٠٠ کسان په اوبو کی ډوب شوي دي اوځنې یې ورک دي.

د UNHCR ویاندی،ملیسا فلیمنگ، امریکا غږ ته وویل چی په دغو مړو شویو کې هغه کډوال شامل نه دي چې د پنجشنبې په ورځ یې کښتۍ د لیبیا له ساحل نه لېرې په سمندر کې ډوبه شوه.

فلیمنگ وویل گومان کیږي چې زېات شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي مگر سم شمیر یی تراوسه نه دی تصدیق شوی.

هغه وویل"بچ شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي او د مطبوعاتي رپوټونو له مخې یې شمېر ۱۰۰ ته رسیږي. په لیبیا کی د ملگرو ملتونو دفتر کوښښ کوي چی له ساحلي ساتونکو سره تماس ونیسي، د مړو او لادرکه شویو مهاجرو شمېر معلوم کړي. زمونږ د لومړنیو معلوماتو له مخې گومان کیږي چې ددغې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۰۰کسان لادرکه شوي دي."

ملیسا فلیمنگ وویل چې د لیبیا له ساحل سره څېرمه د چهارشنبی په ورځ له یوې بلې غمناکې پېښې وروسته له یوې قاچاقي کیښتۍ څخه د ۵۱ مهاجرو مړي راویستل شوي دي، چی په اغلب گومان د کېښتۍ په ښکتنۍ برخه کې د نفس تنگۍ له امله مړه شوي وو.

میرمن فلیمنگ وايي چې قاچاقبرانو د کښتۍ پورتنۍ برخې ته د تازه هوا د تنفس کولو اجازه یواځې هغو کسانو ته ورکوله چی پېسې یې ورکړې وې او بل چا ته ددې اجازه نه وه.

هغه وايي "دعبدل په نوم یو ۲۵ کلن سوډانی ځوان چې ژغورل شوی دی، زمونږ د دفتر کارکونکو ته وویل چې مونږ نه غوښتل د کښتۍ په لاندینۍ برخه کی کښینو خو قاچاقبرانو ووهلو او په زور او جبر یې مجبور کړو چې ورښکته شو. هوا نه وه او نه مونږ تنفس کولی شو. مونږ کوښښ کاوه چی د کښتۍ د کوچنیو سوریو له لارې تازه هوا تنفس کړو خو ځېني کسان چی ډارېدل کښتۍ به چپه شي ، ونه خوځېدل او قاچاقبرانو مونږ هم ووهلو او په زور یی بیرته کښینولو."

فلیمنگ وایی کوم کسان چی په قاچاقي لارو اروپا ته سفر کوي، په خاصه توگه هغه کسان چې د سمندر په خطر ناکه لاره ځي، د تازه هوا تنفس کول هم ورته په لوړه بیه تمامیږي.

دا وايي یو بل عراقي کډوال ورته ویلي چې قاچاقبرانو ته یې ٣٠٠٠ ورکړې چې دی، ښځه او ماشوم ته یې د کښتۍ په پورتنۍ برخې کې کینوي.

XS
SM
MD
LG