د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: د عاج ساحل باګبو قدرت پرېږدي


فرانسه: د عاج ساحل باګبو قدرت پرېږدي
فرانسه: د عاج ساحل باګبو قدرت پرېږدي

د عاج د ساحل په هېواد کې هغه قواوی چې منتخب جمهوررئېس اله سن وتاراته وفاداری دی، برحال جمهوررئېس لارېنټ باگبو پر کور باندې یې د سه شنبی په ورځ په ابدجان کې برېد کړېدی. چارواکي وايی چې پوخ گومان کیږي چې لارېنټ باگبو په خپل کور کې دی.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس د یوه معتبر دېپلومات له قوله لېکی چې باگبو هلته په یوه پوخ سنگر کې دي.

په فرانسه کې د ښاغلي وتارا سفېر دفرانسی راډېو ته دسه شنبی په ورځ ووېل چې گباگو دخپلې تسلېمی په شرایطو باندی خبری کوی. خو د باگبو چارواکیو دغه رپوټ ندی تایید کړی.

د فرانسی ېوه غټ چارواکی هم ووېل چې باگبو دخپل قدرت د خوشی کولو په درشل کې دی.

د فرانسی خارجه وزیر الن ژوپې په پارېس کې پارلمان ته نن د سه شنبی په ورځ وویل چې مذاکرات دې ته ډېر نږدې دی چی باگبو دې ته قانع کړی شی چې له قدرت نه لاس واخلی.

د فرانسی او عاج د ساحل نور چارواکي وايی چې د لارېنټ باگبو د قدرت نه د لېری کېدلو مذاکراتو بهېر د پرمختگ په حال کې دی.

د فرانسی د دفاع وزېر جېرارډ لانگیټ خبریالانو ته وویل د اټو مسایل ښايي د یو ساعتونو په ترڅ کې حل شی.

رپوټ وايی چی د سه شنبی په ورځ هم د ستر ښار آبدجان په شاو خواکې ښې درنې جگړی ادامه لرله، او په دې کې د جمهوری رېاست د ماڼی په شاوخو اکې هم جگړه روانه وه.

د اله سن وتارا پلوېانو د باگبو پر قواو فشار اوزور ته ادامه ورکړېده چې هغه له چوکۍ نه لېری کړی.

د دوشنبی په ورځ د عاج په ساحل کې د ملگرو ملتونو یوې هیلېکوپټرې د باگبو د پوځ پردوه کمپونو باندی بمباری وکړله.

پر دې سر بېره ېې د جمهوری ریاست پر ماڼی او د باگبو پر کور هم بمباری کړېده. فرانسه وايی چې داکار ېې د ملگرو ملتونو په غوښتنه کړېدی.

XS
SM
MD
LG