د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار ګمرک پراختیايي پروژې پرانستل شوې


د ننګرهار ګمرک پراختیايي پروژې پرانستل شوې
د ننګرهار ګمرک پراختیايي پروژې پرانستل شوې

په دغو پروژکې چې لګښت يې دافغانستان دماليې وزارت پرمختيايي بودجې له خوابرابرېږي، يوشمېراداري تاسيسات او ګودامونه شامل دي.

د گمرک مسئولین وايي، کلني عوايد یې او ١١زره ميلونو افغانيو ته رسیږي.

د ننګرهار ولايت د ګمرک رئيس احسان الله کاموال په وينا ددغو پروژو په ترسره کولو به دوی ددې جوګه شي چې نورهم د ګمرک عوايد نور هم لوړ کړي چې دده په وينا په دې کارسره به دسوداګرۍ په چاروکې يو لړ اسانتياوې رامنځته شي.

دى وايي دوي به ددې کال ترپايه پردې وتوانېږي چې دبيارغونې ټولې پروژې ترسره کړي .دى وايي دوی د کانال رياست له خوا ١٥٠٠جريبه ځمکه تر ګوتو کړې ده چې له دې اندازې څخه ٥٠٠ جريبه يې د اورګاډي تم ځاى او١٠٠٠جريبه يې د مرکزي اسيا لارې د مالونو لېږد رالېږد لپاره يو عمومي تم ځاى جوړولو ته ځانګړې کړې ده. احسان الله کاموال د ګمرک دعوايدو د لوړېدو خبر هم ورکړ او ویې ويل د دوی عوايد له ستونزو سره سره د تېرپه پرتله لوړ شوي.

سوداګر اوسمهال ددغو پروژو تر سره کول دسيمې د سوداګرۍ لپاره يو ګټور ګام بولي اووايي چې ددغو پروژو په تر سره کولو سره به دوي په تجارتي په برخه کې د پرمختګ ګامونه واخلي اوهم به وکولاى شي چې ددغواسانتياوپه برابرولوسره خپلې چارې نورې هم ګړندۍ اوسمبالې کړي.

که له يوې خواه دماليې چارواکي د ګمرک دپروژو په ترسره کولو سره سوداګرو ته د سهولتونو برابرولو خبره کوي خوله بل پلوه يوشمېر سواداګر اوس هم د سواګرۍ په برخه کې يو لړ ستونزې ژاړې دوي څو ورځې وړاندې د تعرفې په جګيدوسره په اعتصاب لاس پورې کړ.

څوورځې دغه اعتصاب دوام لاره چې په سيمه کې يې دخوراکي موادوبېې هم لوړې کړلې.

له بل پلوه دسيمې خلک دګمرک په مخکې پرټرافيکي سړک ګڼه ګوڼه هم دمساپرينو اوعام ټرافيک لپاره يو بله لويه ستونزه يادوي اووايي چې اوسنۍ ودانۍ دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده چې په ساعتونولاره بنده وي پردغه لاره دموټروګڼه ګوڼه هم ډېره زياته ده.

د ګمرک چارواکي وايي چې دوي ددغې ستونزې حل لپاره پتيېلې چې پر تجارتي مالونوبار لارۍ له ښاره وتې د حصارشاهي په سيمه کې دنوي کمرک په برخه کې ودروي اوهملته يې د تشريح چارې بشپړې کړي.

XS
SM
MD
LG