په ننگرهار کې دا وخت تقریبا ٦٠٠ هندوان اوسیږي چې ١٠٠ يا ١٥٠ کورنۍ به کيږي. دوی وايي، تر کورنيو جګړو وړاندې دلته د دوی شمیر شاوخوا لس زرو ته رسیده.
اکثره دغه هندوان او سکان چې له کلونو کلونو راپدېخوا د ښار په مرکزي برخه کې اوسي او د خپلو مذهبي چارو تر سره کولو لپاره دوه درمساله هم لري اوس مهال دا شکايت کوي چې د دوى بچيان چې په افغاني ښوونځيو کې زورول کیږي خو دولت د دوى لپاره د تعليم ځانګړي سهولتونه نه دي برابر کړي.
د مرکزي درمسال وياند ډاکټر ارميت سنګ وايي چې د دوى د ماشومانو لپاره د ښوونځيو نشتوالى يوه لويه ستونزه ده.
د ده په وينا د ناروې او سويډن موسسو له خوا د دوى د ماشومانو لپاره د لومړنيو زده کړو زمينه په درمسال کې برابره شوې وه. د دوى ماشومانو تر شپږم ټولګي پورې څه ناڅه زده کړې هم وکړې خو کله چې افغاني ښوونځيو ته واستول شول نو هلته له روزنې سره مخامخ شول د همدغو ستونزو له امله له دغو ماشومانو ښوونځى پاتې شو ده له دولته غوښتنه وکړه چې ددې سيمې د اوسيدونکو په څېر دې دوى ته وکتل شي او د تعليم په برخه کې دې د دوى لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ شي.
خو د ننگرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دوی د ښوونځيو دروازې د هر چا پر مخ بېرته دي. ددغه رياست وياند محمداصف شينواري په وينا که دغه هندوان اوسېکان کومه ستونزه لري نوله دوی سره دې پرې خبرې وکړي.
دى وايي د دوی ماشومان کولاى شي چې په ډاډمنه فضا کې له مسلمانانو سره زده کړه وکړي او لوړو زده کړو ته ځان ورسوي.
ارميت سنګ پر دې ستونزې سربېره د افغاني سکانو او هندوانو د کورنیو د نشتوالي ستونزه هم ياده کړه او وې ويل، دولت ته پکار دي چې له دوى سره هم د دغه هېواد د يو استوګن په توګه چلند وکړي. دوى ته بايد د سرپنا لپاره يوه ټوټه ځمکه ورکول شي. دى وايي همدا اوس مهال د دوى په لسګونه کورنۍ په درمسال او ښوونځيو کې د کورنو د نشتوالي له امله شپې او ورځې سبا کوي .
په جلال اباد کې د کلونو کلونو راپديخوا افغاني هندوان او سکان اوسي تر کورنيو جګړو وړاندې له ښاره وتې په يو شمېر ولسواليو کې هم دوى هستوګنه لرله.
د سيمې خلکو پر دوى زيات باور کاوه. تر دې چې پيسې او نور شته به يې پر دوى ساتل. زيات کار او بار هم دوى کاوه د ښار او يو شمېر ولسواليو اوسيدونکي وايي دلته پخوا زياتره دوکانونه د هندوانو او سکانو وو.
دوى به د خلکو په امانتو ايښودل شويو پيسو سودا ګري کوله. د سيمې خلکو دغه خلک له ځانه بېل نه ګڼل. دوى به ځان ته شينواري ، خوږياڼي او مومند هم ويلې .اوس هم د جلال اباد په ښار کې يو شمېر دوکانونه په تېره رخت پلورنځي د دوى دي. همدوی په کې کاروبار کوي.
له کورنيو جګړو راپديخوا دوى د يو لړ ناامنيو له امله خپله شته وپلورل له غربت سره لاس او ګريوان شول چا وطن پريښود او څوک هم همدلته پاتې شول .