د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی


جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی
جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی

په جلال اباد ښار کې نن سهار د پوليسو د اکاډمۍ د استادانو پر موټر یوه چاودنه وشوه چې درې تنه په کې وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د ننگرهار چارواکي وایي، نن د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د پولیسو د روزنې په یو مرکز کې درې تنه پولیس هغه وخت تلف او اته تنه نور ټپیان شول چې د هغوی په موټر کې ځای پر ځای شوی بم والوت. په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي . د پیښې یو عیني شاهد وایي

د ننگرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي چې میني بس موټر افغان ملي پولیس انتقالول چې پیښه رامنځ ته شوه.

په دغه چاودنه کې ټپي شوي کسان روغتون ته انتقال شوي او د رسنیو په وینا طالبانو ددې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاو تریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې د ناتو قواوې غواړي افغان ځواکونو ته د یو شمیر سیمو امنیتي مسولیت وروسپاري.

XS
SM
MD
LG