د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال آباد خلک وايي چاپیریال یې ډیر چټل شوی


د جلال آباد خلک وايي چاپیریال یې ډیر چټل شوی
د جلال آباد خلک وايي چاپیریال یې ډیر چټل شوی

د ننګرهار ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې انديښنه ښودلې چې ورځ په ورځ د دغه ولايت آب او هوا ککړيږي او داسې ورځ به راځي چې په ښار کې به له ماسکه پرته څوک ګرځيداى هم نه شي .

دا اداره وايي د سيمې خلک او مربوطه ادارې د هوا د ککړتيا په باب هيڅ ډول سوچ هم نه کوي. ددغې ادارې په وينا که هوا همداسې ککړه پاتې شي نو لرې نه ده چې په نږدې راتلونکي کې به څوک له ماسکه پرته وګرځيدى شي.

د چاپير ساتنې ادارې مشر شاه محمود مومند وايي: ورځ په ورځ د ننګرهار ولايت په تيره د جلال آباد په ښار کې شا او خوا کرنيزې ځمکې په ودانيو بدليږي د سيمې شنه باغونه له منځه ځي او په ښارونو کې چټلي دومره زياته شوې چې هوا يې ککړه کړې ده.

دى وايي که ددغې ککړتيا مخه ونه نيول شي نو د اطرافو په ګډون به په ښارونو کې د ماسک اچولو پرته څوک و نه شي ګرځيدى .دى وايي د سيمې ډيرې پاکې اوبه چې په ويالو کې به رڼې بهيدې هغه هم ککړې شوي. دى وېره څرګندوي هغه پاکې اوبه چې پريمانه دلته پيدا کيدې هغه لکه د نورو هيوادونو په څير د تېلو هم ګرانې شي.

دى وايي همداوس مهال د هوا د چاپير يال ککړتيا شا او خوا يو ميليون ليتره اوبه له څښاکه غورځولي مومند وايي د چاپيريال په ککړتيا کې درې عمده عنصره زياته رول لوبوي چې يو يې خاوره بل اوبه او دريم هوا ده.

دى وايي اوسمهال دغه درې واړه عناصر د چاپيريال د ککړتيا لامل ګرځيدلي دي . مومند وايي اوسمهال په ښار کې د نفوسو ګڼوالى له کاره لويدلو موټرو استعمال او له کاره لويدلو نفتي موادو کارول پر زراعتي ځمکو د ودانيو جوړل او يو شمېر نورې ستونزې دي چې د ښار هوا يې ککړه کړې ده.

دى وايي د چاپيريال په پاک ساتلو کې نه يواځې دولتي ادارې بلکې د سيمې خلک دا مسؤليت لري چې خپل چاپيريال پاک وساتي د سيمې خلک هم دا وايي چې يو مهال د ننګرهار ولايت کلي او بانډې خو پرېږده چې د جلال اباد په ښار کې داسې رڼې ويالې بهيدې چې ننداره يې کيده خو اوس چې په ښار کې ګڼه زياته شوې، ښار پراختيا ونه مونده نو دغه رڼې اوبه خو پرېږده چې ساه ويستل ګران شوي.

په ښار کې ګڼه ګوڼه دومره زياته شوې چې په يوه کور کې په لسګونو کسان استوګنه کوي .د ښار کوڅې واټونه او سرايونه له ناپاکو څيزونو ډک دي دې سيمو ته نه يواځې دا چې ور کتل ګران دي بلکې د بوي د لاسه پرې تيريدل ستونزمنه خبره ده.

د جلال آباد ښار ښکلا يې مروړلې ده له ښار وتلو سيمو کې د خښتو پخولو بټيو نه داسې تور دودونه د اسمان شنو ته خيژي چې پر فضا يې يو تور څادر غوړولى دى.د سيمې خلک پکې داسې ژوند کوي لکه غڼه په جال کې.

د چاپيريال د ساتنې په اړه نه يواځې دولتي ادارې دغه موضوع په الفاظو کې په يو ورځ او بله ورځ سپاري او تش په الفاظو کې قانوني مراحل غږوي بلکې د سيمې خلک هم د چاپيريال په پاک ساتلو کې پاتې راغلي او داسې انګېري چې له کوره بهر سيمې کوڅې او واټونه د دوى نه دي او نه دوى دا مسؤليت لري چې خپل چاپيرچل پاک وساتي.

کارپوهان او چاپيريال ساتونکي دا پېشنهاد کوي چې په ښوونځيو کې بايد ماشومانو ته دچاپيريال ساتنې فرهنګ ور زده شي.

XS
SM
MD
LG