د لاس رسي وړ اتصالات

ډیری وزیران له کابل نه جلال آباد ته تللي


ډیری وزیران له کابل نه جلال آباد ته تللي
ډیری وزیران له کابل نه جلال آباد ته تللي

په داسې حال کې چې د جلال آباد ښار واټونه پوليسو ټينګ تر څارنې لاندې نيولي او امنيتي تدابير د پخوا په پرتله سخت شوي په ښار کې د ولسي خلکو پر ګرځيدو راګرځيدو هم په ځينو ساحو کې بنديز لګيدلى دى .

د افغانستان جمهوري دولت د کابينې يو شمېر غړي په دې هدف دغه ولايت ته راغلي اوپه شاهي ماڼې کې يې اړولي چې د کابل کنفرانس پر اهدافو وغږيږي او دغه ادارې يو له بله سره د دغه کنفرانس موادو پلي کولو ته لار وباسي.

که څه هم تر دا مهاله د دغه کنفرانس رسمي پرانسته نه ده شوې او نه يې د خبرو اجندا وړاندې شوې خو اټکل کيږي چې په دغه کنفرانس کې به د کابينې زياتره غړي د سيمې پر اقتصادي ،تعليمي ، روغتيايي او ټولنيزو چارو وغږيږي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د ماليې وزيرډاکترعمرزاخېلوال چې د دغه کنفرانس يو مهم غړى دى د پنجشنبې پر ورځ يې د ننګرهار مستوفيت مېلمستون ته د نوې ودانۍ د پرانستې پر مهال وويل : دوى تر هر څه وړاندې هڅه کوي چې په ننګرهار کې يو لړ اساسي پروژې تر سره کړي .

د نوموړي په وينا په دغو پروژو کې د کابل جلال آباد دويمه لاره د ننګرهار کانال ، له تورخمه تر جلال آباده د اوسپنې پټلۍ غزيدل، صنعتي پارک جوړيدل او ننګرهار ته د برېښنا برابرول شامل دي زاخېلوال وويل : دوى به دغه پروژې په راتلونکو څو کلونو کې بشپړې کړي چې د ده په وينا د دغو پروژو په ترسره کولو سره به د سيمې اقتصاد پياوړى تعليمي او روغتيايي چارې به لا پرمختګ وکړي.

ټاکل شوې چې د کابل کنفرانس په تعقيب به په ننګرهار کې دغه کنفرانس درې ورځې دوام و مومي. د کابل له کنفرانسه وروسته دا دريم کنفرانس دى چې په ولايتي کچه جوړيږي .تر دغه کنفرانسه وړاندې دې ورته کنفرانس د هرات او مزار شريف په ولاياتو کې هم ترسره شوى و.

دغه کنفرانس پر داسې مهال په جلال آباد کې د ختيزو ولايتونو لپاره جوړيږي چې نن هم د کونړ له ولايته د جنګ جګړو يو لړ خبرونه تر غوږ شوي په جګړه کې ښکېلو خواوو دعوې کړي چې يو بل ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وسله والو طالبانو ويلي چې دوى د کونړ د ماڼوګي په ولسوالۍ کې په امريکايې مرکز بريد کړى چې په دغه بريد کې دوه ټانګونه او يو رادار ويجاړ کړى.

دوى په دې جګړه کې ايتلاف قواوو پر مرګ ژوبلې اوښتو سربېره د خپلو وسله والو طالبانو له زخمي کيدو او وژل کيدو خبر هم ورکړى خو ايتلاف قواوو لا تر دې دمه د دوى د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

دوى په دغه ولايت کې د يو لړ نورو عملياتو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې دعوې هم کړي دي خو تر دا مهاله افغان او ايتلاف قواوو د دوى د دغو دعو پخلى نه دى کړى بل لور ته د ننګرهار سرحدي پوليس وايې چې دوى د دغه ولايت د پچير اګام په ولسوالۍ کې شا او خوا دوه زره کيلو ګرامه چرس نيولي دي .

د سرحدي پوليسو لومړۍ ليوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايې چې دغه چرس يې د يادې ولسوالۍ په يوې غرنۍ سيمه کې نيولي دي. دى وايې دوى تر دا مهال د دغو نشه يي موادو په تور څوک نيولي نه دي .د دغو موادو تر نيولو وړاندې هم د دغه ولايت په يو شمېر غرنيو ولسواليو کې د زر ګونو کيلو ګرامو چرسو د نيولو خبر ورکړل شوى و.

هغه مهال هم د دغونشه يي موادو په تور څوک نيول شوي نه وو. پوښتنه دا ده چې همېشه په زر ګونو کيلو ګرامه نشه يي مواد نيول کيږي خو عاملين يې نه نيول کيږي دا هغه پوښتنه ده چې لا تر اوسه لاځوابه پاتې ده .

XS
SM
MD
LG