د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې عصري بانک جوړیږي


جلال آباد کې عصري بانک جوړیږي
جلال آباد کې عصري بانک جوړیږي

د افغانستان بانک لپاره په دغه ښار کې داسې ودانۍ جوړیږي چې له نړیوالومعيارونو سره به سمه وي.

چارواکي وايي، په دغې ودانۍ کې به د ختيځو ولايتونو نورستان، لغمان، کونړ او ننګرهار شتمني په ښه کيفيت اوامانتدارۍ خوندي شي.

دغه وداني دچارواکيوپه ويناله نړۍ والومعيارونوسره په داسې ډول جوړېږي چې دبانک دارۍ ټول اصول اوارزښتونه په کې په پام کې نيول شوي دي.

د افغانستان بانک دويم مرستيال محمدعيسى تراب په وينا پردغې ودانۍ ٣٥ميلونه افغانۍ لګښت راځي چې دغه لګښت ورته دافغانستان بانک له خزانې برابرېږي.

دى وايي ددغې ودانۍ دجوړولولپاره دوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې ديونيم کال په موده کې به يې چارې بشړې شي. تراب وايي ددغې ودانۍ په جوړلو کې ټول سهولتونه په پام کې نيول شوي دي.

دختيزوولايتونولپاره دافغانستان بانک مشرروح الله وايي چې په سيمه کې دغه بانک له نيمې پېړۍ زيات عمرلري. دى وايي تردامهاله له همدې زړې ودانۍ کاراخستل کېده چې ددوي دبانک دارۍ نننۍ پرمختللى سيستم يې له خنډوځنډسره مخامخ کړى و.دى وايي ددغې ودانۍ په جوړېدوسره به دوي ددې جوګه شي چې دبانک دارۍ په برخه کې پرتې ستونزې هوارې کړي.

د روح الله په وينا، دوی به ددغې ودانۍ له لارې ددې جوګه شي چې خپل مامورين په نوي اوعصري زده کړه دورکشاپونوله لارې وروزي. دلته به ددوي لپاره دبانک دارۍ په برخه کې يوښه روزنيزمرکزاوکتابتون وي.

ددغې ودانۍ تر جوړېدووړاندې د تورخم په سرحدي بازارکې د ياد بانک لپاره دبانکدارۍ له نويوپرنسيپونوسره سم يوه وداني جوړه اوګټې اخستنې ته وړاندې شوه .دافغانستان بانک لپاره دغه وداني پرداسې مهال جوړېږي چې لااوس هم په ختيزوولايتونوکې دافغاني بانک نوټ پرځاى راکړه ورکړه پرپاکستانۍ کلداره او ډالروترسره کېږي.

د بهرنۍ کرنسۍ دمخنيوي اوافغاني بانک نوټ دچلندلپاره په کراتوکراتوغونډې ،کميسونونه جوړاوهيتان وټاکل شول.

د محلي مطبوعاتوله لارې خبرداري هم ورکړل شول خولاتردامهاله يوه هم داسې عملي نتيجه رانه وړه چې په بازارونوکې دې خلک دبهرنۍ کرنسۍ پرځاى افغاني کرنسي وکاروي.کتونکي وايي چې دافغانستان بانک ددغې نوې ودانۍ په جوړېدوسره بايد افغاني بانک نوټونه د چلند لپاره هم داسې يو سيستم جوړ شي چې د اسعارو تبادله د بانک له لارې تر سره شي اودبانک چاروکي د افغانۍ د چلند لپاره يوه غوڅه پرېکړه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG