د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال آباد د آهنگرانو د کوڅې بازار اوس هم تود دی


د جلال آباد د آهنگرانو د کوڅې بازار اوس هم تود دی
د جلال آباد د آهنگرانو د کوڅې بازار اوس هم تود دی

دا هغه کوڅه ده چې پر سر نغريو یې د سندان پر ټټر د پلکو د ګوزارونو په نتیجه کې د ژوند د چارو لپاره بېلابېل د کار څيزونه جوړېږي.

دغه کوڅه لسګونه کاله عمرلري. د اوسپنو له شوره خالي نه شوه.

دلته په لسګونوهټيو کې د کور کلي کروندو او نورو چارو لپاره بېل، بېلچه، تبر، کلنگ، تیشه، او نور ډول ډول شيان جوړېږي .اکرام الله تنکى ځوان دى .دژوندناخوالواوستونزويې پرمخ د ښوونځي ور تړلى، د قلم پر ځاى يې له تودو اوسپنو نه د بېلابېلو شيانو جوړولو امبور او څټک په لاس ورکړي، د سرو سکروټو نغري او تورو سکرو نه ډکو بوجيو په منځ کې ولاړ دى او وايي: "ده ته دغه کسب له پلاره په ميراث پاتې دى، دى وايي دوی اوس هم له ماشينه پرته له اوسپنې د کار وسايل جوړوي. له هېڅ ډول سهولتونو برخمن نه دي. د دوی خپله طبیعي پوهه او وچ زور دى چې اوسپنې هواروي او شيان ترې جوړوي".

دى وايي اوس مهال د دوی د توليد بازار ښه شوى، کاروبار يې جوړ دى. دومره ګټي چې چاته يې لاس اوږد نه شي او د ژوند چارې پرې خړوب کړي.

دى د اوسپنو او نوروجوړو کړيو شيانو په منځ کې را ايسار دى وايي چې اوس دوی د پخوا په پرتله ښه شوي. خلک ترې زياته سودا کوي. اکرام الله وايي د خپل توليد بازار ته چې ګوري نو دا هم ويلی شي چې د پخوا په پرتله د خلکو ژوند هم ښه شوى. ځکه پخوا چا دا وس نه لاره چې نوي تبرونه، بېل بېلچې او داسې نور شيان واخلي. خو اوس د دوی بازاردومره ګرم شوى چې زاړه شيان له سره خلک کاروي نه. ټول نوي اخلي. نو له دې ښکاري چې له خلکوسره څه پيداشوي دي. د اخستو وس لري.

اکرام الله وايي دده په دې شاوخواشل کلن ژوند کې داکوڅه د اوسپنو له شوره خالي نه شوه.کال په کال په کې نوي دوکانونه جوړېږي. پخوا يوه ستونزه دا وه چې دلته ډیرې زياتې چکړې وې دا کوڅه کچه وه. خو دا درې کاله کیږي چې پخه شوې ده. له کومې ورځې راپه دېخواچې دا کوڅه پخه شوې چکړې بېخي ختمې شوي دي. د کوڅې پاکوالي د دوی په کاروبارهم ښه اغېزکړى دى. دغه کوڅه د اهنګرانو په نامه يادیږي.

د جلال آباد د آهنگرانو د کوڅې بازار اوس هم تود دی
د جلال آباد د آهنگرانو د کوڅې بازار اوس هم تود دی

اکرام وايي دوی د کاروبار لپاره اوسپنه له کابله راوړي، خودا بېل او بېلچې بيا له پېښوره راوړي. دى وايي دوی داسې ماشينونه نه لري چې دلته پرې بېل وبېلچې جوړې کړي، نه ددوي اقتصاددومره پياوړى دى چې دوي دې پرې دغه ماشينونه واخلي.

دى وايي که چېرې دوي دغه ماشينونه اوقالبونه ترلاسه کړي نوددې توان لري چې هرڅه همدلته جوړکړي .خواوس مهال دلته هېڅوک هم ددغوماشينونواوقالبونوداخستوتوان نه لري .نوځکه دغه شيان هم له پېښوره راوړي اويوازې دلته ورته لاستي جوړوي .دى دخپل کارپر وړاندې يوه ستونزه لکه دنوروښاريانوپه څېربرېښنا يادوي اووايي دوي اوس مهال دولتي برېښنانه لري، له جنراتوري برېښنا کار اخلي. دلته په دې کوڅه کې د هر دوکاندار شکايت له برېښنا څخه دى خو د برېښنا چارواکي وايي چې د دوی برېښنا دومره نه ده چې ټولو چاروته دې ورسېږي خو اوس هيله من دي چې د نوې برېښنا په رارسېدو سره به د ډېرو خلکو شکايتونه حل کړي.

د اهنګرانو په دغې کوڅه کې داسې دوکانداران هم شته چې تر نيمې پېړۍ زيات عمر يې اوسپنې ټکولي، ويلې کړي او په خپله پوه يې ترې شيان جوړ کړي دي. نه يې استاد لاره او نه داسې کوم خواخوږى او يا خواخوږې اداره چې د دوی پوه مسلکي کړي او په دې برخه کې يې وروزي. همداسې په طبیعي بڼه دوی دغه پوهه له يوه نسل نه بل ته لېږدولې.

دوی وايي اوس هم د خپلې پوهې پر بنسټ لګيا دي او دا کارپر مخ وړي. دوی ته داسې سهولتونه برابر نه شول چې دغه اوسپنې په اسانۍ ويلې کړي او د ماشينونو له لارې شيان ترې جوړ کړي. بس هماغه د پولې پټي پوهه ده او د دوی وچ زور چې دا اوسپنې هواروي او وسایل ترې جوړوي.

XS
SM
MD
LG