د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال اباد پر هوايي ډګر ځانمرګه برید شوی


د جلال اباد پر هوايي ډګر ځانمرګه برید شوی
د جلال اباد پر هوايي ډګر ځانمرګه برید شوی

افغان پولیس وایي لږ تر لږه شپږ کسه د یو ځان مرگه موټربم په چاودنه کې چې د جلال اباد د هوایي ډگر په دروازه کې وشوه، وژل شوي دي. څوکسه نورنن سهاروختي په دغه چاودنه کې زخمي شویدي.ددغه ولایت مامورین وایي چې په پېښه کې زیاتره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوي کړیده. سمدستي لا دا نده معلومه چې دا حمله د هغو ناکراریو ادامه ده چې د بگرام په هوایي اډه کې د ناټود پرسونل له خوا د قرآن شریفونود سوزولو نه وروسته پیل شویدي. د قرآن شریفونو د سوزولو له کبله ددغو مظاهرو اواحتجاجونود پیل کیدوراهیسې تراوسه پوري دیرش کسه وژل شویدي چې پکښې څلورتنه امریکایي عسکر هم شامل دي.

پرون افغان مقاماتو، د استخباراتو د یو افغان مامورد پیداکولوهڅه پیل کړه چې گومان کیږي وړمه ورځ یي په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې دننه ، دوه امریکایي مامورین وویشتل او وې وژل.

دغه امریکایي مامورین دننه په دفترکې چې دروازه یی قلف وه، مړه وموندل شول چې کیدی شی دا یواځې د هغه چا کاروي چه د قلف نمره ورته معلومه وه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې په تلویزیوني بیان کې په ولس غږ وکړ چې کرار و اوسي. ښاغلي کرزي وویل د قرآن شریفونود سوزلوپه هکله مو په هیواد کې احساسات وښودل، او اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې نظم او کراري وساتوو او د افغانستان د ولس دښمنانان پرې نږدو چې زمونږ امن اوثبات گډوډ کړي او په لړ کې یې زمونږ د هیواد او خلکو شتمني په خطر کې واچوي

ښاغلي کرزي وویل په دغو کسانو کې چې وژل شوي دي ، خواشینی دی او د هغوي کورنیو ته خپل د خواخوږی مراتب وړاندي کوي.

پرون د یکشنبې په ورځ یو احتجاج کوونکی او څو امریکایي عسکرد قندوز په ولایت کې د امریکایانو اډې ته د یوه لاسي بم په ورغورځولو سره زخمي شول.

ټول نړیوال نظامی پرسونل چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې کارکوي، د یوه ټوپک والا له خوا د دوه امریکایي نظامی مشاورینو د وژل کیدو نه وروسته ددغو ادارو نه بیرته ور وبلل شول.

ناټو وویل څرگنده ده چې دا پریکړه ددې کسانود حفاظت په خاطر شویده.

افغان طالبانو په دغه وزارت کې ددې ډزو د مسولیت ادعا کړیده اوویلي یی دي چې د قران شریف د سوزولوانتقام یی واخیستی .

دامریکا ولسمشر براک اباما او نورو لوړرتبه امریکایي مامورینو ددې پیښی له امله بخښنې وغوښتی خو په افغانستان او گاونډي هیواد پاکستان کی یې د خلکو قهر اوغصب چندانی سوړ نکړ.

ناټو ددغې پیښې تحقیق کوي خو تراوسه پوري یی کوم مفصل بیان نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG