د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال اباد په برید کې ۳۷ وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي


برید دسهار په لس باندې نهه بجو پر داسې مهال شوی،چې یو موټر سایکل سپور سړي دبانک مخې ته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
برید دسهار په لس باندې نهه بجو پر داسې مهال شوی،چې یو موټر سایکل سپور سړي دبانک مخې ته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

دجلال اباد ښار د مخابراتو په چوک کې دکابل بانک مخې ته په شوي ځانمرګي برید کې دیو شمېر نظامیانو په ګډون ۳۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۲۵ ډېر زخمیان دي.

برید دسهار په لس باندې نهه بجو پر داسې مهال شوی،چې یو موټر سایکل سپور سړي دبانک مخې ته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

دننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد دپېښې په سیمه کې خبریالانو وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او نظامیان نشته پکې .

دننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال خبریالانو ته وویل،چې له دغې پېښې ورته د شاوخوا ۳۷ جسدونه او له ۱۰۰ ډېر زخمیان وروړل شوي دي.

دپېښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي،چې مرګ ژوبله له ورکړل شویو ارقامو زیاته ده او نظامي کسان یې هم دپېښې په وژل شویو او ټپیانو کې لیدلي دي.

دوی دا هم ویلي،چې بریدګر دپولیسو جامې په تن کړې وې او دکابل بانک په دروازه یې ځان ته چاودنه ورکړه.

دکابل بانک له پېښې لږ وروسته دچاودنې له ځایه نژدې ۵۰ متره لرې یوه بله چاودنه هم وشوه،چې په زرنج موټر کې یې انفجاریه توکي ځای پر ځای کړي وو.

پولیس وايي دغه توکو ته دوی چادونه ورکړې ده .

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي ،خو دشاهد الله شاهد په نوم یو کس ،چې ځان یې دداعش دډلې ویاند پېژنده امریکا غږ ته پر ټلیفون ویلي،چې برید ددوی یوه ملګري کړی او تر ۱۵۰ نظامیان یې پکې وژلي دي.

دولایت مقام وايي،چې دتلفاتو دقیق مالومات نشته او ممکن تغیر پکې راشي.

بل پلوه دجلال اباد په ښار کې دډولکي بابا زیات هم نن سهار په ماینونو الوځول شوی دی .

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزی وايي،چې زیارت تخریب شوی دی .

دزارت الوځول هم دشاهد الله شاهد په نوم یو کس ،چې ځان دداعش ویاند معرفي کوي په غاړه اخیستی دی .

XS
SM
MD
LG