د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د سرك غړو ته د خوړو پخوونکي زیات شوي


جلال آباد کې د سرك غړو ته د خوړو پخوونکي زیات شوي
جلال آباد کې د سرك غړو ته د خوړو پخوونکي زیات شوي

د سرك تر غاړې د خوراكي شيانو د پخلي كار د سيمې اوسېدونكو په وينا په رستورانونو كې د خوراكي شيانو د بيو د لوړوالي له امله زيات شوى دى.

د جلال آباد ښار د سرك تر غاړې په زياترو ځايونو كې لویې لويې پتيلې او كړايانې ايښي، لوبيا وړه او غټه غوښه، د چرګ غوښه، كبان، ماغزه، پانچې او نور ډول ډول څيزونه په كې پخېږي.

پردغو كړايانو او سيخانو ډلې ډلې خلك رامات وي، په پليو لارو كې ورته د پښو په سر او په كټگيو كې ناست وي.

جلال آباد کې د سرك غړو ته د خوړو پخوونکي زیات شوي
جلال آباد کې د سرك غړو ته د خوړو پخوونکي زیات شوي

د اوړي پر مهال پردغو خوراكونو سربېره سابه، جوارى او شړومبه يو بېل بازار لري.

عاشق الله يوه لويه پتيله مخې ته ايښې، لوبيا يې په كې اچولې په ډنډ غوړيو كې يې پر كپگير اړوي را اړوي، وايي چې دى له مجبوريته د سرك ترغاړې ناست دى او لوبيا پخوي.

دى په دې كيسه كې هم نه دى چې ده پر خپلو مراجعينو پلې لاره بنده كړې ده، خو دا دليل وايې چې د دوى لپاره داسې ځاى ځانګړى نه شو چې دوى ورشي او هلته خپل كاروبار پيل كړي.

وايي كله ناكله ورته داسې ځاى ښودل كېږي، چې هلته بيا دوى مراجعين نه لري.

عاشق الله چې په يو لاس يې كپګير نيولى و او په ډنډ غوړيو كې يې لوبيا پرې اړول را اړول، له بل پلوه يې د امريكا غږ آشنا راډيو مايك ته كله نا كله خوله راوړاندې كوله او ويل يې: دا هرڅه له مجبوريته كېږي، دده هم دا خوښه ده چې ښه ښكلى دوكان ولري او هلته دا هرڅه وپلوري، خو د غريبۍ دې رنګ ورك شي، دى يې دا دى د سرك تر غاړې كېنولى.

عاشق الله له خپل كاره راضي بريښي، وايي دومره ګټي چې لاس يې چاته اوږد نه شي، په مړه خېټه يې خوري.

يو بل تن چې خپل نوم عبدالله ښيي، دى د لال پورې ولسوالۍ اوسېدونكى دى، دده مخ ته هم د تورو غوړيو يوه سره كړائي ايښې ده، دى غوښه پخوي، دى وايي سهار وختي راځي همدلته له قصابانو نه ينه او ځيګر اخلي او هغه بيا په همدې غوړيو كې پخوي.

دى هم خپل بازار تود بولي او وايي چې ښايسته كاروبار يې جوړ دى.

زيات شمېر خلك ده ته پر كټګيو ناست دي او همدا سره كړې ينه او ځيګر خوري.

عبدالله هم دا وايي چې د سرك تر غاړې ناسته يې نه خوښېږي، خو داسې ځاى نشته چې دوى دې هلته لاړ شي او كاروبار دې يې جوړ شي.

دى وايي دوى په جاليو او ښيښو باندې خپل پاخه كړي شيان له ګرد او غباره ساتي.

كه څه هم دى د چا پروا نه لري او خپل پاخه كړي شيان ناپاك نه بولي، خو بيا هم شاوخوا دومره له ګرد او غبار، دود او چټليو ډكه ده چې ددې شيانو خوړل له روغتيا سره ظلم دى.

په همدې كټګيو كې دوه تنه ناست دي او وايي چې دوى ځكه دا د لارې د سر شيان خوري چې دا ارزانه دي، دوى وايي د ښار رستورانونه هم له چټليو كم نه دي، خو هلته د دوى وسه نه رسېږي چې څه وخوري، له مجبوريته د سرك تر غاړې دا شيان خوري.

د جلال آباد مرستيال ښاروال انجينر حكيم الدين وايي چې دوى د لارې د سر دغو ګرځنده رستورانونو ته يو ځاى ځانګړى كړ، له دوى هيله وكړه چې هلته لاړ شي، خو دوى نه ځي او دا دليل راوړي چې تر دې ځايه هلته ددوى بازار سوړ دى، هلته يې بيا دا شيان نه خرڅېږي.

دوى يې هم اريان كړي چې څه ورسره وكړي، هر وخت يې شړي، خو دوى بېرته همدې ځاى ته راځي، دوى له خپل غربته دا ډول ناوړه ګټه اخلي.

خو د ښار يو شمېر اوسېدونكي بيا وايي چې دغو دلارې په سر خوړنځايونو پلې لارې تنګې كړي، چاپېريال يې ككړ كړى او ورځ په ورځ يې شمېر زياتېږي.

د جلال آباد ښار چې ټولټال دوه لوى واټونه لري، په همدغه مركزي برخه كې د لارې د سر خوړنځايونو د ښار ښكلا بې ډوله كړې.

ورځ په ورځ په ښار كې دننه واټونه او پلې لارې تنګېږي، كه د ښار پلې لارې اوس مهال پخې شوې هم دي، خو دغو هوټلونو چټلې كړې او تنګې كړې دي.

XS
SM
MD
LG