د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د ښځو د ژوند د ښه کولو او پرمختګ هڅې


جلال آباد کې د ښځو د ژوند د ښه کولو او پرمختګ هڅې
جلال آباد کې د ښځو د ژوند د ښه کولو او پرمختګ هڅې

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي، په اداري چاروکې ددوي دګومارنې او د ذهني او فکري کچې د لوړولو په هدف د ننګرهار ولايت يو شمېر هغه ادارې چې په دې برخه کې په ځانګړي ډول کارکوي يو تر بله راټول شول او د ښځو پر وړاندې شتو ستونزو ته يې د حل لارې پيدا کولو په هدف يوه ګډه غونډه وکړه.

د غونډې زياتره برخه وال چې د دولتي او غيرې دولتي ټولنو استازي وو.يوه ستونزه يې ډېره يادوله چې تر دا مهاله لکه څومره چې د ښځو لپاره د کار کولو شعارونه ورکړل شوي او يا د دوی د حقوقو د خوندي کولو په باب کومې دعوې شوې دي هغه په عمل کې نه دي پلي شوي.

د ننګرهارولايت ولايتي شوراغړې انګېزه شينوارې وايي چې سړي واکي دومره حاکمه ده چې ښځه د ژوندپه چارو کې له سره رپ هم نه شي وهلى د نظر څرګندول خو لا پرېږده.

انګېزه وايي نور خو لا پر ځاى پرېده هغه څوک چې دښځودحقوقوددفاع چغې وهي هغوي پخپله لومړى په خپل کورکې دښځوپرحقونوسترګې پټې کړې دي. انګېزه وايي داله ټولو هغوکسانواوټولنونه چې د ښځو د حقونو مدافعين دي غوښتنه کوي چې له شعارورکولونه دې دعمل لاره ونيسي.

انګزه وايي ددوي شعارونويوازې ترښارونوپورې منحصرپاتې دي .کليوالې ښځې ترې بېخي هېرې دي. کومې ستونزې چې اوس مهال کليوالوښځوته ورېښې دي اويالاس وګرېوان دي ترهغوي دغه ادارې او ټولنې له سره پوه هم نه دي. دې وويل: له ټولو هغو ارګانونو چې دښځوتعليمي، فکري او ذهني کچې د لوړولو لپاره کار کوي هغوي بايد د کليو او بانډو ښځې له پامه ونه غورځوي.

ددغه ولايت دښځوچاروريسه انيسه عمران بياوايي دوي په دې غونډه کې پردې خبره وکړه چې څنګه کولاى شي ترهرڅه وړاندې د ښځو ترمنځ يوه همغږي راولي؟ د همدې کار د تر سره کولو لپاره يې يوه ټولنه جوړه کړه چې دغه ټولنه به له دې وروسته په مياشت کې يوځل غونډه کوي خپلې ورپېښې ستونزې به يو بل ته د همدغې ټولنې له لارې وړاندې کوي.

انيسه وايي ددغې ټولنې له لارې به دوي وکولاى شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي اوددوي ذهني اوفکري کچې په لوړولوکې به ارزښمنه ونډه واخلي.

په ختيځو ولايتونو کې دبشري حقونوخپلواک کمېسون دښځو برخې مسوولې صبرينې وويل چې دښځوپروړاندې دتاوتريخوالي کچه اوس هم راټيټه شوې نه ده .اوس هم دښځوپروړاندې ډول ډول ستونزې موجودې دي. خو د دوی هڅه داده چې د داسې شوراګانو او غونډو له لارې که لږترلږه وکولاى شي چې دغه کچه راټيټه کړي نودابه هم لويه توره وي او يا د دوی پر ستونزو يو تر بله وغږيږي.

د ښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي دمخنيوي اودهغوی تعليمي اوذهني کچې د لوړلو په هدف دغه غونډه پرداسې مهال جوړېږي چې لا اوس هم په کليوالې ښځې له کليواوبانډوکې له ډول ډول روغتيايي ،اجتماعي اوتعيلمي ستونزو او کورني تاوتريخوالي سره مخ دي اوس هم ښځې دحيوان په څېر خرڅيږي، په بدو کې ورکول کيږي، په شاقه کارونو بوختې دي او د کورني تاوتريخوالي ښکار دي.

XS
SM
MD
LG