د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي استخباراتو رئیس خپله دنده پرېښوده


د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو ادارې مشر د منتخب جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ د بریا په دویمه اونۍ له خپلې دندې استعفأ وکړه.

د ملي استخباراتو مشر، جېمز کلپر له ډیرې مودې ویل چې د جمهور رئیس بارک اوباما د جمهوري ریاست د دورې په پاې ته رسیدو به خپله دنده پریږدي.

ښاغلي کلپر چې نن یې د ګانګرس د استازو مجلس د استخباراتو په ملي کمېټې کې خبرې کولې وویل چې خپل استعفأ لیک یې رسماً حکومت ته سپارلی دی.

جېمز کلپر د ۲۰۱۰ کال د اګست له میاشتې راپدې خوا د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو رئیس و. د امریکا په هوایي ځواکونو کې د جنرالۍ دندې سربیره یې د نظامي استخباراتو د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د پوځي ارزونو تحریف

د ملي استخباراتو ادارې، ګانګرس ته په سپارلي یوه تازه راپور کې لیکلي چې ممکن د بارک اوباما ادارې ددې لپاره چې خپلې لاسته راوړنې زیاتې وښیي، له طالبانو او داعش ډلې سره په مبارزې کې شته پرمختګونه له حد زیات یاد کړي دي.

د استخباراتو ادارې لخوا په ترسره شوې یوې سروې کې موندل شوي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنت کام) منسوبینو لدې چې مشران یې ارزونې نه تحریفوی، خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني اوسمهال په منځني ختیځ او سویلي آسیا کې له جنګي ماموریتونو څخه څارنه کوي.

د نوموړې قوماندانۍ ډیر شمیر پوښتل شوي منسوبینپدې باور ديچې د پوځي څېړنو پایلو کې یې لاسوهنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG