د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډله د یرغملو د ژوند په بدل کې پیسې غواړي

  • شایسته سعادت

د جاپان د بهرنیو چارو د وزارت د ترورزم سره د مبارزې د څانگې چارواکو پدې اړه څیړنه پیل کړې ده.

د جاپان د بهرنیو چارو د وزارت د ترورزم سره د مبارزې د څانگې چارواکو پدې اړه څیړنه پیل کړې ده.

په هغې انترنتي ویدیو کې چې نن خپره شوه، د اسلامی دولت په نوم د تندلارې ډلې یو غړی وایي که په دو اویا ساعتونو کې دوي ته دوه سوه ملیون ډالره ور نه کړل شي، نو دوي به دوه تنه یرغمل شوي جاپانیان ووژني.

د جاپان صدراعظم منځني ختیځ ته د خپل شپږ ورځنی سفر په دوران کې دی

د جاپان صدراعظم منځني ختیځ ته د خپل شپږ ورځنی سفر په دوران کې دی

په ځواب کې یې نن د سه شنبې په روځ، د جاپان صدراعظم شنزو ابې هوډ وکړ چې د اسلامی دولت د ډلې له خوانه به دوه تنه یرغمل شوي جاپاني اتباع وژغوري. هغه وویل «دا یو نه بښونکی عمل دی او زه پدې اړه د خورا شدیدې غصې احساس کوم . زه له هغوی نه په کلکه غواړم چې دغو جاپانیانو ته زیان ونه رسوی او ژر تر ژره ېې خوشي کړي.»

ښاغلی ابې په بیت المقدس کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې دغو ترهگرو ته باید تسلیمه نشي.

هغه د کینجي گوتو جوگو - او هارونه یوکاوا په نوم ددې دوه و جاپاني اتباعو، ژوند تر بل هر څه مهم وگاڼه. هغه وویل «مونږ به د بهرنیو چارو وزیر یاسو هاید ناکایاما جاپان ته ولیږو او د اردنیانو د حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوو.»

په ویدیو کې ښاغلی آبې خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وايي «زه پدې برخه کې مشري او د څار دنده په غاړه اخلم او په ټول ټال کې به د جاپان حکومت ددې مسلې سره د معاملې په ترڅ کې د خپلو خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکوي.»

داسې ښکاري چې د جاپاني برمته شوېو کسانو ویدیو د اسلامی دولت د ډلې د الفرقان نومی رسنیزې څانگې له خوا جوړه شوې وي.

د جاپان صدراعظم د اردن د حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه

د جاپان صدراعظم د اردن د حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه

په ویدیو کې بیا هم هماغه کس چې د اسلامی دولت د ډلی په پخوانیو اخطاریه ویدیو گانو کې مخ پټې ښکاره کیږي، څرگندیږي.

هغه په نارنجي جامو کې د دوو یرغمل نیول شویو تر څنگ دریدلی دی او پخپل پیام کې د جاپان صدراعظم ښاغلی ابې ته چې اوس د سلو نه د زیاتو حکومتي چارواکو سره یو ځای په منځني ختیځ کې پخپل شپږ ورځني سفر بوخت دی، مستقیمآ وایي «که څه هم تاسو د اسلامی دولت د ډلې څخه اته زره او پنځه سوه کیلومتره لري یاست، تاسو پدې جنگ کې پخپله خوښه او رضآ برخه واخیسته او په خورا ویاړ دې زمونږ د میرمنو او ماشومانو د وژلو او د مسلمانانو د کورونو د ویجاړولو دپاره سل ملیون ډالره مرسته وکړه.»

هغه زیاتوي «نو ددې جاپاني د ژوند بیه به هم سل ملیون دالره درته تمامه شي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام، پداسې حال کې چې چاړه ېې هم په لاس کې خوځوله وویل «تاسی سل میلیونه ډالر نور داسلامی دولت د پرمختگ په مخکې د خنډ اچولولپاره ورکړل، نو په دې توگه ددې بل جاپاني ژوند به هم تاسې ته په نورو سل میلیون ډالرو تمام شی.»

د اسلامي دولت د ډلې تندلاری په برتانوۍ لهجې خبرې کوي او وايي «ستاسی حکومت نادرسته فیصله وکړله چې دوه سوه ملیون ډالر ېې ورکړل چې داسلامي دولت په وړاندې مبارزه وکړي. اوس نو دوه ا وېا ساعته وخت لرۍ چی دوه سوه ملیون ډالره تادیه کړئ او دخپلو اتباعو ژوند وژغورئ.»

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د ترورزم سره د مبارزې د څانگې چارواکو دا ویدیو ولیدله او په اړه یې څیړنه هم پیل کړې ده.

د آگست په میاشت کې د پوځي خصؤصي کمپنۍ یو څلویښت کلن جاپانی کارکونکی په سوریې کې برمته شو چې اوس گمان کیږي همدا یوکاوا نومی جاپانی تبعه و چې د اسلامي دولت د ډلې له خوا نیول شوی دی.

سوریې ته د هغه د تگ علت هم تر اوسه نا معلوم دی.

گوتویو، یو جاپانی آزاد ژورنالست دی چې تیر کال په سوریې کې یې د کورني جنگ په اړه د رپوټونو د برابرولو په موخه هغه هیواد ته سفر کړی و.

د اسلامي دولت ډلې تر اوسه پورې د عراق او سوریې د گوټ گوټ څخه په سلهاو یرغمل نیولي اووژلي دي. په دې کې اکثر عراقي او سوري سرتیري وو، او ددې ډله ئیزو خورا زړه بوگنونکو وژنو ېادونه یې د ویدیوگانو د خپرولو په ترڅ کې کړې ده.

XS
SM
MD
LG