د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د ټاکنو جنجالي موضوع - د اساسي قانون بدلون


د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي

د جاپان لومړي زویر شینزو آبې د دوشنبې په ورځ وویل چې ددې هیواد په انتخاباتو کې بریالیتوب ددې معنی نلري چې دی به په دې توانیږي چې ددې هیواد په اساسي قانون کې یو لړ جنجالي تغییرات راولي.

ښاغلي آبې وویل "د هغه هدف تحقق چې اساسي قانون تغییر وکړي د لیبرال ډیموکرات ګوند د مشر په صفت زما مسولیت دی خودا کار آسانه نه دی ځکه په اساسي قانون کې تغییرات تل د مقننه قوې دوه په درو حصو رایوو ته اړتیا لري خو زه هیله لرم چې په دې برخه کې به بحثونه ادامه پیدا کړي".

په دغو انتخاباتو کې حاکم ګوند د ۱۲۱ څوکیو څخه ۷۰ څوکۍ په خپله نفع وګټلې سره له دې چې د جاپان اقتصاد کمزوری دی او عوام هم د ښاغلي آبې د جنجالي دریځ سره مخالفت لري چې وايي غواړي د جاپان اساسي قانون ته تغییر ورکړي او د پوځ واک زیات کړي.

په جاپان کې هر درې کاله وروسته انتخابات کیږي او یواځي د ۲۴۲ څوکیوو څخه ۱۲۱ څوکۍ رقابت ته وړاندي کیږي. د ښاغلي آبې لیبرال ډیموکرات ګوند ۵۶ څوکۍ وګټلې او متحد یې د کومیټو ګوند ۱۴ څوکۍ وګټلې.

حاکم ګوند دمخه لا د استاځو په مجلس کې اکثریت لري خو د سنا په مجلس کې بریا به حاکم ګوند ته په دواړو خونو کې دوه په درو حصوو کې رایې په لاس ورکړي چې په اساسي قانون کې تغییر راوړل شي. د اساسي قانون د تغییر پر مسلې به ټول پوښتنه یا ریفوریندم هم کیږي.

د جاپان لومړي وزیر وویل چې د اساسي قانون د بدلولو مسله بالاخره د جاپان په عوامو پوري اړه لري چې د ریفوریندم یا ټولپوښتنې له لارې يې بدل کړي.

د جاپان د اساسي قانون ۹ ماده دغه هیواد ته اجازه نه ورکوي چې د جاپان اړوند مسایلو د حل په برخه کې په جګړه کې ښکیل شي. دغه اساسي قانون د دویمې نړیوالې جګړې وروسته تدوین شو.

د جاپان عوام ددې مادې به هکله بیلابیل نظریات لري.

اقتصاد

د ښاغلي آبې منتقدین د هغه پر اقتصادي پالیسیوو باندې نیوکې کوي او وايي چې موثرې نه دي. خو ښاغلي آبې د خپل کمپاین پرمهال پر دې ټینګار کوی چې د هغه اقتصادي پالیسیوو ته باید وخت ورکړل شي چې نتایج یې معلوم شي. هغه ویل چې د هغه اقتصادي پالیسۍ هیڅکله ناکامې شوي نه دي او تراوسه پوري نیمايي تطبیق شوي دي.

نوموړي زیاته کړه "مونږ ته په کار ده چې پالیسي په جدي او دوامداره توګه تطبیق کړو او رای ورکونکي باید د اقتصادي پالیسیوو د نتایجو د لیدلو په خاطر د حوصلې څخه کار واخلي".

د شاغلي آبې د اقتصادي پالیسیوو منتقدین بیا وايي چې سره له دې چې د آبې د محافظه کاره اقتصادي پالیسیوو له کبله "نفس تنګي" دي خو دا هم وايي چې اوپوزیسون هم داسي قانع کونکی بدیل نه وړاندي کوي.

XS
SM
MD
LG