د لاس رسي وړ اتصالات

د فقید ولسمشر کینیدي لور د جاپان سفیره کېږي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فقید ولسمشر جان اف کینیدي لور کارولین کینیدي په جاپان کې د امریکا د سفیرې په توګه معرفي کړې ده.

ښاغلي اوباما د چارشنبې په ورځ میرمن کینیدي یوه ټکړه عامه خدمتګاره وګڼله او ویې ویل چې هغه به خپله نوې وظیفه د تعهد او پام وړه په اندازه تجربې سره پیل کړي.

د جاپان د کابینې ویاند یوشهادو سوګه د میرمن کینیډي معرفي کیدلو ته ښه راغلاست ووایه او د ولسمشر اوباما او کینیډي د کورنۍ نږدې اړیکو ته په اشارې سره یې وویل چې د ولسمشر اوباما اقدام دا په ډاګه کوي چې سپینه ماڼۍ د امریکا او جاپان اړیکو ته څومره اهمیت ورکوي.،،مونږ اوریدلي دي چې هغه ولسمشر اوباما ته ډیره نږدې ده. په یوه هیواد کې د بل هیواد د سفیر نقش دا هم وي چې آیا د خپل هیواد ولسمشر سره مستقیمې خبرې کولای شي که نه؟ مونږ په دې باور یوو چې دا یو ډیر مهم مسولیت دی او مونږ یې هر کلی کوو.،،

میرمن کینیدي یوه ډیره نامتو لیکواله ده او د امریکا د هارورډ د پوهنتون او کولمبیا د پوهنتون څخه چې د نړۍ مشهوره پوهنتونونه دي فارغ شوې ده. هغې څو غیرې حکومتي ادارې هم رهبري کړي دي.
XS
SM
MD
LG