د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له کورېا نه دهغه هېواد د اشغال له وجې معذرت وغوښت


جاپان د سه شنبی په ورځ په تفصېل سره ، او په ډېرو سپېنو الفاظو له کورېا نه دهغه هېواد د ٣٦ کلن اشغال معذرت وغوښت.

د کورېا اشغال سل کاله پخوا په همدی مېاشت کې شروع شوی و. د جاپان صدر اعظم ناوتوکان ېوه بېانېه خپره کړېده او په هغې کې ېې وېلی دی چی له ١٩١٠ مېلادی نه تر ١٩۴٥ مېلادی پورې، د جاپان له خوانه د کورېا اشغال د کورېا د خلکو قومی وېاړ ته ژورتاوان وراړولی دی. هغه خپله ژوره خواشېنی څرګنده کړه او د زړه له کومي نه ېې د جاپان له خوانه، په دې سبب چې د کورېا خلکو ته په دغه اشغال کی زښت ډېرتاوان او ور اووښتی و او کړاوونه ګاللی وو، معذرت وغوښت.

د جاپان صدر اعظم ناوتوکان خبرېالانو ته ووېل چې هغه د جنوبی کورېا جمهوررئېس لي موېون باک ته د سه شنبی په ورځ ټېلېفون وکړ او بېانېه ېې ورته توضېح کړله.

د شمالی کورېا د ېنهاپ خبری اژانس د ښاغلي لی له قوله لېکلی دي چې هغه د جاپان مشرته ووېل چې پکارده توکېو خپلو الفاظؤ ته دعمل جامه ور واغوندي.

رپوټ وايي چی دغه معذرت نامه څوورځی مخکی داګست د ١٥ نېټی نه مخکی خپره شوی وه. د اګست په 15 نېټه باندی، په ١٩۴٥ مېلادی کال کې، د کورېاګانو دازادۍ ورځ ده. ددې معذرت غوښتنی دلېل دادی چې له کورېا سره نېژدی دېپلوماتېکی اړېکی ټېنګې کړي. ډېر کورېاېان، اوس دهم د جاپان دوحشېانه اشغال ېادونه په ډېره خواشېنی او ترېخوالي باندی کوي.

ېوشمېر سېاستوال په جاپان کې له دغې معذرت غوښتنی سره مخالف دي؛ له هغوی سره داوېره ده چې د رسمی بښنی غوښتنه ددی سبب کېدلی شی چې د جاپان د جګړی او تجاوزد قربانېان له جاپان نه خساره وغواړي او حکومت دېته اړشی چې هغوی ته تاوان ورکړي. جاپان اوجنوبی کورېا په ١٩٦٥ مېلادی کال کې خپلې اړېکی له ېوبل سره عادي حآلت ته راوستلی. توکېو زښتې ډېرې اقتصادی مرستی له جنوبی کورېا سره وکړلی.

هغوی موافقه وکړله چې د جاپان د ښکېلاک دزمانی په مقابل کې تاوان او غرامت ونه غواړي. د کورېا اشغال د ١٩۴٥ مېلادی کال د اګست په ١٥ باندې هغه وخت پاېته ورسېده چې د دوېمی نړېوالی جګړی په پاې کې جاپان تسلېم سو. کورېا بېا وروسته د شمال د کمونېستانو او امرېکا يی پلوه جنوبی والو ترمنځ ووېشل شوه. اوشمالی کورېا او جنوبی کورېا منځته راغللی. جنوبی کورېا او جاپان اوس غټ تجارتی شرېکباڼی دی. جاپان له شمالی کورېا سره دېپلوماتېکی اړېکی نلري.

XS
SM
MD
LG