د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان او امریکا ترمنځ د یوې موافقې پر اساس به د امریکا د سمندري قواوو ۹ زره عسکر د جاپان د اوکینیوا د وچې نه د اوقیانوس سمندر نورو برخو ته ولاړ شي. دغه موافقه نن د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن او توکیو ترمنځ په یوې ګډې بیانیې کې خپره شوه. دغه عسکر به د امریکا د حوايي ، آسټرالیا او د ګوام سیمې ته ولېږل شي. تر اوسه لا په دې هکله کوم اعلان نه دی شوی چې یادشوې قواووې به څه وخت انتقال شي.

د موافقې پر اساس باندي توکیو به د عسکرو د انتقال د ۸،۶ میلیاردو ډالرو د لګښت له جملې نه ۳،۱ میلیارده ډالر ورکوي چې امریکايي سمندري ځواکونه د ګوام سیمې ته انتقال شي.

ددغې موافقې موخه دا ده چې د دواړو متحدینو ترمنځ اندېښې رفع شي چې د اوکینیوا په سیمه کې د امریکا د اوږدمهال نظامي حضور په برخه کې راپیدا شوي دي او اوسیدونکي شکایت کوي چې د دوي حضور د ګڼې ګوڼې، چاپيریل د ککړتیا او جرایمو سبب ګرځي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۶ کال کې هم د امریکا او جاپان ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ امریکايي ځواکونه د فوټینما د سیمې نه چې د خلګو ګڼه ګوڼه په کښي ډيره وه، بلې لیري پرتې ساحلي سیمې ته انتقال شول خو د جاپان اوسیدونکي اوس غوښتنه لري چې دغه پوځي اډه دي په بشپړه توګه وتړل شي او بلې سیمې ته دي انتقال شي.

XS
SM
MD
LG