د لاس رسي وړ اتصالات

په جاپان کې د ناګاسکي اټمي برید یادونه وشوه


د جاپان د ناګاسکي ښار، د دویمې نړیوالې جګړې د وخت د امریکا د اټمي برید د ۶۸ مې کلیزې په مناسبت د یادونې مراسم ونیول. دغه برید دویمې نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کښېښودی.

د ناګاسکي ښار، ښاروال تومیسا تاوو نن د جمعې په ورځ د جاپان پر حکومت باندې نیوکه وکړه چې نه غواړي د اتمي وسلو د عدم استعمال یو بیان لاس لیک کړي. دغه بیان د اپریل په میاشت کې د نړیوالې بې وسلې کولو په یوې غونډه کې د جاپان حکومت ته وړاندي سو.

د امریکا متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست پر ۶ مې نېټې باندې د جاپان د یوریشیما پر ښار اټمي بم وغورځی او د ۱۴۰ زرو شاوخواه خلګ یې ووژل او څو ورځې وروسته یې د اګست پر ۹ نېټې د ناګاسکي پر ښار باندې دویم اټمي بم وغورځوی او شاوخوا ۷۰ زره خلګ یې ووژل.


د یوریشمیا ښار د سې شنبې په ورځ د یادونې مراسم دایر کړل. د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې د شاوخوا ۵۰ زرو خلګو اجتماع ته وویل چې جاپان د اټمي وسلو د ختمولو په برخه کې یو بې ساری مسولیت لري چې پر دې مسلې باندي ټینګار وکړي.
XS
SM
MD
LG