د لاس رسي وړ اتصالات

جاپانیانو د تیرکال د زلزلې قربانیان یاد کړل


جاپانیانو نن ، د یکشنبې په ورځ ، د زلزلې او څونامي د قربانیانو د کلیزې په درناوي یوه شیبه سکوت وکړ. د تیر کال دغه پیښه د جاپان د اټمي بحرانونو په تاریخ کې بې سارې پیښه ده. امپراطور اکي هیتو، نن په توکیو کې په تلویزیون کې د ملیونو ماتم کوونکو او دعا کوونکو مشري وکړه. دغه مراسم ټیک په هماغه شیبه کی ترسره شول چې د ماسپښین په دوه بجواو شپږ څلوویښتو دقیقو نهه درجې زلزلې جاپان ولړزاوه ، د نوولس زرو نه زیات خلک په کی ووژل شول او درې زره نوربېخی تری تم شول.

همدا شان د جاپان په شمال ختیځ ساحل کې هم ددغه تباهي ځپلې سیمی شاوخوا ته خلکو خصوصی مراسم هم په ځای کړل.

زلزلې د جاپان د فوکوشیما د ای ایچی اټمي بټۍ ووهله او د بټۍ دری ریکټرونه یې ویلي کړل . د اټمي وړانګو د اغیزې له کبله به ځیني سیمې د کلونو دپاره د استوګنې وړ نه وي.

ددی پیښې نه یو کال وروسته خلک لا اوس هم په موقتي کمپونو کې دیره دي او زیاتره یې چې هڅه کوي خپل ژوند بیرته سم کړي ، بی روزگاره دی.

په عین حال کې د اټمي چارو ضد کوم پنځوس کسه احتجاج کوونکي نن د توکیو د بریښنا د کمپنۍ په فوکوشیما کې د همدغې له کاره لوییدلې اټمۍ بټۍ د شرکت د مرکزي دفتر مخی ته غونډ شوي وو. دوي شعارونه ورکول چې د جاپان ټولې اټمي بټی دې وتړل شي.

XS
SM
MD
LG