د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د خپلې کابینې ۵ وزیران برطرفه کړل


د جاپان لومړي وزیر یوشیهیکو نودا نن د دوشنبې په ورځ د خپلې کابېنې پنځه تنه غړي په دې خاطر برطرفه کړل چې د مالیاتو د دوچنده کولو د لایحې دپاره د مخالفینو ملاتړ ترلاسه کړي. ښاغلي نودا د دفاع، عدلیې، زراعت، مالیې او ساختماني چارو وزیران د خپلو دندو نه برطرفه کړل چې په ویشل شوي پارلمان کې خپل د مالیاتو د بدلون د لایحې دپاره ملاتړ ترلاسه کړي. پر دغو ټولو وزیرانو باندي د مخالف ګوند له خوا نه چې پارلمان کنټرولوي، نیوکې شوي وې.

دغې لایحې ته چې په لړ کې به یې تر ۲۰۱۵ کاله پوري د جاپان د خرڅلاوو مالیات د ۵ فیصدو نه ۱۰ فیصدو ته لوړ شي، د یوه حیاتي اقدام په سترګه کتل کېږي چې ددغه هیواد د مخ پر زیاتیدو قرضې غم وخوري.

په کابینې کې تغییرات د ډیموکرات ګوند د یوه بانفوذه غړي ایکرو اوزاوا سره د پرون ورځې د بې نتیجې غونډې وروسته رامنځ ته شول. اوزاو د مالیاتون د لوړوالي سره مخالفت لري.

صدراعظم نودا چې پخوا د جاپان د مالیې وزیر وو ، ژمنه یې کړې ده چې د مالیاتو د لوړوالي یو لایحه به د پارلمان اوسنی دورې ته چې د جون پر ۲۱ ختمېږي وړاندي کړي.

د دیموکراتیک ګوند مشر اوزاوا ته د وفادارو وکیلانو پرته، صدراعظم نودا د لیبرال ډیموکرات ګوند ملاتړ ته هم ضرورت لري چې په پارلمان کې د یادشوې لایحې په تصویب کې مرسته ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG