د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د اټمي بټیو د سړولو دپاره هلیکوبترو او ټانکرو ته مخه کړې


جاپان د اټمي بټیو د سړولو دپاره هلیکوبترو او ټانکرو ته مخه کړې
جاپان د اټمي بټیو د سړولو دپاره هلیکوبترو او ټانکرو ته مخه کړې

جاپاني عسکرو او پولیسو د فوکیشیما د اټمي بټۍ د ګرم شویو، سونګ میلو د سړولو دپاره اوس هلیکوبترو او د اور وژنې ټانکرو ته مخه کړې ده. هلیکوبترې د هوا نه پر دغو میلو باندي اوبه راشیندي ترڅو یې د لا ګرمیدو مخه ونیسي.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوي هیله لري چې د اټمي انرژۍ په دې بټۍ کې به برېښنا بیرته فعاله شي او داسي هیله مندي رامنځ ته شوې چې د اټمي بټیو د سونګ پر میلو باندي د اوبو د شیندلو دپاره به موثر پمپونه نصب شي.

خو د اټمي بټۍ په سیمه کې د زیاتې اندازې حرارت د کارګرانو دپاره دا تقریباْ ناممکنه کړې ده چې په سیمه کې د څو دقیقو نه زیات پاته سي. دغه بټۍ د توکیو په ۲۴۰ کیلومیتري کې موقعیت لري.

همداشان لومړي معلومات وايي چې د هیلکوبترو له خوا د اوبه شیندلو هم پر ګرمې شوې بټۍ باندي لږ اغیزه کړې ده.

د جاپان د کابینې ریْس یوکیو یودانو په دې باب داسي وايي،،مونږ د ۴ ام نمبر اټمي بټۍ د سړولو دپاره هلې ځلې کوو خو اوس هم د وضعیت په باب دقیق نتیجه ګیري په لاس کې نلرو.،،

د یادونې وړ ده چې د آمریکا متحده ایالاتو او نورو حکومتونو خپلو اتباو ته توصیه کړې ده چې د اټمي بټۍ نه دي لږ تر لږه ۸۰ کیلومیتره لیري اوسي چې دا د جاپان له خوا د ټاکل شوې زون نه پراخه مصافه ده. همداشان زیات شمیر حکومتونه په توکیو کې د سفارتخانو نه خپل کارمندان راباسي.

د وضعې په باب په جاپان کې د دفتر یو کارکونکی داسي وايي،، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د وضعې په باب د آمریکا او جاپان سنجشونه توپیر لري او زه د دوی د قضاوت په باب یو څه شک لرم.،،

د یادونې وړ ده چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما نن د پنجشنبې په ورځ د جاپان د صدراعظم ناوتوکان سره په توکیو کې تلفوني خبري وکړې او د جاپان د خلګو د جرات نه یې ستاینه وکړه. همداشان یې د جاپان سره د آمریکا د متحده ایالاتو پر مرستې باندي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اټمي بحران یې یوه برخه ده.

د جمهور ریْس اوباما او ناوتوکان ترمنځ خبري څو ساعته وروسته له هغه نه وشوې چې په واشنګټن کې د اټمي چارو مسولینو وویل چې دوی په دې آند دي چې د فوکیشیما د اوبو په ټانک کې ټولې اوبه وچې شوي دي او که چیري دغه حالت ادامه پیدا کړي نو د سونګ میلې به تودې شي او کرار کرار به یا اوبه شي او یا به هم پور وسوځي چې په نتیجه کې به یې هوا ته اټمي مواد خپاره شي.

XS
SM
MD
LG