د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان: زلزله ځپلي اوس له اتومي وړانګو سره مخ دي


د فوکو شېما په سېمه کې زلزله ځپلې اتومي بټۍ

د فوکو شېما په سېمه کې زلزله ځپلې اتومي بټۍ

د جاپان چارواکی وايی چی په زلزله ځبلې سېمه کې یې د اټومی بټی نه داټومی انرژی د وړانګو راوتل خطرناک پړاو ته رسېدلی دی.

د جاپان په شمال ختیځ کې د فوکوشیما د بریښنا په اتمی بټۍ کې چې زلزلې ځپلی ده ،ستونزې لا نورې هم پسی زیاتیږي. په دغه اټومی بټۍ کې به د سونګ استعمال شوی مېلی ېا راډونه ساتل کېدل.

په هغه وېنا کې په ملی تلوېزېون خپره شوه د جاپان صدراعظم ناوتو کان ووېل د اټومی اېنرژی د وړانګو خپرېدل ډېر زېات شوېدی. او ددې خطر هم زېات دی چې نوری اټومی وړانګی خپرې شي. هرڅوک چې د فوکوشېما په 30 کېلومترۍ کې اوسېږی، هغوی دېته هڅول کېږی چې په کورونو کې دننه واوسېږی.

د اټومی اېنرژۍ ددغو وړانګود موجودېت څرک حتی په توکېو کې هم لګېدلی دی.

د فوکوشیما سیمه دټوکیو شمال پلوته په ٢۴٠ کیلومتری کې پرته ده . خو چارواکي وايی چې په کومه اندازه چې دغه اټومی وړانګی خپرې شوېدی هغه د عامو خلکو روغېتا ته خطر نه ګڼل کېږی.

د فوکو شېما په سېمه کې د ژغورنی ماموران اوس هم هلی ځلی کوی چې له هغو کسانو سره مرسته وکړی چې کورونه ېې د جمعی د ورځی د زلزلی له امله له خاوروسره برابر شوېدی. رپوټ وايی چې ددغی زلزلی قوت 9 درجی سنجول شوېدی. چارواکی وايی چې تراوسه پورې 2400 مړي را اېستل شوېدی خو ګڼ شمېر نور مړی چې ښايی زرګونو ته ورسېږی لاتراوسه پورې لادرکه دی.

د سه شنبی په ورځ چې د فوکوشېما په اټومی بټی کې اور ولګېده دا دژغورنی دکارګرانو د هلوځلو لپاره ېوه بله ستونزه وه.

په دغه اور کې د هغوی د سړولو د نظام ناکام شو؛ځکه چې دسمندری توپان اوزلزلی له امله ېې تاوان لېدلی و.

په دری نورو ېونټو نو کې چاودنی شوی وی. ددغو چاودنو له امله د اټومی بټی بهرنی دېوالونه زېانمن شول. دا پېښی د سه شنبی په ورځ دوخته منځته راغلی دی.

نور تفصېل:

پرون د دوشنبی په ورځ په عین بټۍ کې دیوبل ریکټرچت او بهرنی دیوال یوی چاودنې والوزاوه. دا د جمعی د ورځی دزلزلی نه راپدی خوا دویمه چاودنه وه . لومړی چاودنه دشنبی په ورځ شوی وه.

دفوکوشیما او نورو اتمی بټې ګانو له شاوخواسېمونه چې ستونزی پکی پیداشویدی، تقریبآ دوه سوه زره کسان خوندی ځاېونو ته ایستل شویدی. د فوکوشیما په سیمه کې اوس هم شپږسوه تنه اوسیږي خو هغوی ته ویل شویدی چې له کورونونه به نه را اوځی.

داټومی اېنرژی د نړېوالی اداری ووېل چې دوی د جاپان چارواکېو خبر کړل چې اور په هغه ځاې کې لګېدلی دی چې د سون مصرف شوی مېلی پکې ساتل کېدلی. او د ا داټومی بټی په څلور م ېونېټ وی او په هرساعت کې د سېنی د اېکسری په اندازه، 4000 د سېنی داېکسر ی وړانګی خپرېدلی. ټول غېر ضروری ماموران له دغی سېمی نه اېستل شوېدی. ېوازې هغه اساسی پرسونل پاتی شوېدی چې د سمندر اوبه هغه دری زېانمنو ری اکټرونو ته ور پمپ کړی چی دګرمېدو مخه ېې ونېسی چی وېلی نشی. که چېرې هغه وېلی شی نو نتاېج به ېې له فاجعی نه ډک وي.

XS
SM
MD
LG