د لاس رسي وړ اتصالات

جاپاني چارواکو پر اوبو ، تکاري بابو او شیدو باندي بندیز ولګاوه


جاپاني چارواکو پر اوبو ، تکاري بابو او شیدو باندي بندیز ولګاوه
جاپاني چارواکو پر اوبو ، تکاري بابو او شیدو باندي بندیز ولګاوه

وروسته له هغه نه چې د چارشنبې په ورځ د توکیو په اوبو کې راډیواکتیفي آیوډین کشف شول، د توکیو ګورنر شینتارو ایشيهارا په پایتخت کې د جاپاني وګړو نه وغوښتل چې آرام اوسي.

چارواکي وايي چې په اوبو کې د راډیو اکتیفي موادو سطح دومره نه ده چې عمومي روغتیا ته ګواښ پېښ کړي خو کورنۍ دي د عمومي نل اوبه او یا شیدې چې دغه اوبه په کښي ګډې وي، باید د یوه کال نه کم عمر لرونکي ماشوم ته ورنکړي. په یوه تلویزوني وینا کې د توکیو ګورنر د خلګو نه وغوښتل چې لطفا آرام اوسیْ او د اوبو نه په احتیاط سره کار واخلیْ.

د مارچ پر ۱۱ نیټې په جاپان کې زورورې زلزلې سونامي رامنځ ته کړه او په نتیجه کې یې اټمي بټۍ وچاودیدوې چې فضا ته یې اټمي مواد خپاره کړل.

څو ساعته مخکي حکومت پر شیدو او یو لړ ترکاري بابو باندي په هغو سیمو کې چې د فوکیشیما د اټمي بټۍ د چاوردنې له امله اغیزمنې شوي دي، بندیز ولګاوه.

په عین حال کې د آمریکا متحده ایالاتو هم د جاپان د څلورو سیمو نه چې د یادشوې اټمي بټۍ په شاوخوا کې موقعیت لري، د شیدو، ترکاري بابو او میوو باندي بندیز اعلان کړی دی.

نن د چارشنبې په ورځ، په سیمه ایز وخت د ماځیګر پر څلورو بجو باندي د ژغورنې کارکونکي هغه مهال د سیمې نه وایستل شول کله چې د دریم نمبر اټمي بټۍ نه تور دودونه راووتل. د یادشوې اټمي بټۍ کار کونکي وايي چې دوي په دې نه پوهېږي چې دغه دود له څه کبله رامنځ ته شوی دی خو وايي کارکونکي یې د احتېاط له مخې د سیمې ایستلي دي.

چارواکو نن وختي اعلان کړه چې د دریم نمبر بټۍ د سوق او ادارې مرکز کې اوس برېښنا بیرته فعاله شوې ده. دغه بټۍ تر ټولو خطرناکه شمیرل کېږي ځکه یواځنۍ بټۍ ده چې په په میلو کې یې پلتونیم او یورانیم کارول کېږي. کارکونکي پر دې کار کوي چې د اوبو پمپونه فعاله کړي ترڅو دغه میلې سړې وساتل شي او د حرارت د تولیدولو مخنیوی یې وشي.

د چارشنبې په ورځ وختي، د برېښنا د کمپنۍ مامورینو وویل چې دوی خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دي ترڅو د سیند اوبه پر اول نمبر بټۍ باندي وروشیندي او ددغې بټۍ د توتیدو مخنیوی وکړي. دوی دغه کار وروسته له هغه پیل کړ چې د یادشوې بټۍ حرارت ۴۰۰ درجې د سیلسیوس شو او د عادي حالت نه ووتیْ. دغه بټۍ په عادي حالت کې په ۳۰۰ درجې حرارت کې فعالیت کوي.

په شمال کې تقریباْ ۳ ساوه زره د سونامي قربانیان په خراب حالت کې ژوند کوي. چارواکي هڅه کوي چې دغو اغیزمن شویو خلګو ته خوراکي مواد او نور مرستندویه توکي ورورسوي.

د جاپان ملي پولیسو اعلان وکړ چې د دې ناورین د مړیو دقیق شمیر ۹۴۰۰ کسو ته ورسید او ۱۴۷۰۰ نور خلګ ورک دي.

د جاپان چارواکو وویل چې د دې ناورین بیه کیدای شي د ۳ ساوه میلیاردو نه واوړي په داسي حال کې چې نړیوال بانک بیا ددغه خساره لګښت ۲۳۵ میلیارده ډالره تخمین وهلی و.

XS
SM
MD
LG