د لاس رسي وړ اتصالات

د چین، جاپان او جنوبي کوریا مشران وايي نور د شمالي کوریا اعمال نه ځغمي


د چین ، جاپان او جنوبي کوریا مشران وايي چې نور به د شمالي کوریا سرغړونې و نه ځغمي. دا په داسي حال کې ده چې پیونګ یان د یوې نوې اټمي آزموینې دپاره چمتوالی نیسي. د جنوبي کوریا ولسمشر لي میونګ بک دغه څرګندونې په بیجینګ کې د چین د لومړي وزیر وین جاوبا او د جاپان د صدراعظم یوشینکو نودا سره د لیدو کاتو وروسته وکړې.

د شمالي کوریا د تیرې میاشتې د ناکامۍ راکټي آزموینې په لړ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه هېواد باندي بندیزونه ولګول. د شمالي کوریا آزموینه د امریکا او متحدینو له خوا په سمدستي توګه وغندل شوه او پر شمالي کوریا تور ولګول شو چې د اموزینه په بهانه بالیستیکي توغندۍ آزمويي چې دا کار د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک پر خلاف کار دی.

درې سره مشرانو نن د یکشنبې په ورځ پر دې پریکړه وکړه چې د کال تر پایه پوري به د خپل منځني آزاد تجارت په هکله مزاکرات پیل کړي او دغه راز یې د پانګه اچونې یوه موافقتنامه هم لاس لیک کړه.

چین جاپان او جنوبي کوریا د ختېځې آسیا درې غټ اقتصادي قدرتونه دي.

XS
SM
MD
LG