د لاس رسي وړ اتصالات

په ټوکیو کې افغانستان له نړۍ او نړۍ له افغانستان نه څه غواړي؟


د نړۍ د ۷۰ هیوادونو استازي د جاپان په پلازمنې ټوکیو کې د یکشنبې په ورځ غونډه کوي چې د افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال وروسته پر نړیوالو ژمنو باندي یو واري بیا ټینګار وکړي.

ددې غونډې په ترځ کې به بسپنه ورکونکي هېوادونه د افغانستان د حکومت سره پر اوږدمهالې ملګرتیا باندي تاکید وکړي. خو نړیوال د افغانستان د حکومت خخه هم یو لړ تمې لري چې د توکیو په غونډه کې به یې اعلان کړي.

د ناټو د شیکاګو د غونډې وروسته چې په لړ کې یې د امریکا په ګډون د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې او تمویل ژمنه وکړه، د توکیو نړویوال کنفرانس په ملکي برخو کې هغومره دافغانستان د پاره اهمیت لري.

افغانستان د خپل تاریخ په حساس وخت کې دی او د یوه حیاتي او ننګونکي بهیر نه تیریږي چې خپلې روښانې راتلونکې ته ورسېږي خو ددغه هدف د ترلاسه کولو لپاره افغانان په بیلابیلو برخو کې د نړیوالو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. افغانستان ته یو غټ مسولیت وردغاړي دی هغه د ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول افغانستان د امنیت تامین دی. د روان کال د مې په میاشت د ناټو په سرمشریزه غونډه کې نړیوالو ژمنه وکړه چې افغانستان به یواځي نه پرېږدي او ددغه هېواد د ملي امنیتي څواکونو د روزنې او تمویل لګښت به تر ۲۰۲۴ کاله پوري ورکوي چې د کاله ټولټال څه باندي ځلور میلیارده ډالره کېږي. د دې لګښت یوه برخه چي تقریبا ۵ ساوه میلیونه ډالره کېږي، د افغانستان حکومت ویلي دي چې دوي یې برابروي.

خو نړۍ هم د اوسني نړیوال مالي بحران له وجي د ستونزو سره لاس او ګریوان ده او د پخوا په پرتله اوس د خپلو پیسو د لګولو سره احتیاط کوي. د نړۍ مشران اندېښمن دي چې په افغانستان کې به موجود اداري فساد د افغانستان د حکومت او د نړیوالې ټولنې هغه ګډې هڅې چې دغه هیواد ته سوله او ثبات راولي د ګواښ سره مخامخ کړي او په هدغه موخه د افغانستان د حکومت نه غواړي چې په جدي ډول د حکومت په بیلابیلو برخو کې د اداري فساد سره رېښتینې مبارزه وکړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د حکومت خاص استاځي مارک ګراس من د امریکا غږ افغانستان د څانګې د خبریال حسیب الکوزي سره په ځانګړې مرکه کې وویل چي د نړیوالې ټولنې د فشار ترځنګ د افغانستان خلګ کولای شي چې په خپل حکومت باندي فشار راولي چي په نظام کې د اداري فساد په ضد مبارزه وکړي.

ښاغلی ګراسمن داسي وویل: ،،د افغانستان خلګ باید پر خپل حکومت باندي فشار راولي چي د اداري فساد پرضد مبارزه وکړي. دا اوس تاسو واوریدل چي د افغانستان د مالې وزیر ذاخیلوال د اداري فساد پر ضد د مبارزې پر اهمیت خبري وکړې. ولسمشر حامد کرزي پارلمان ته د وینا په لړ کې د اداري فساد د مبارز په هکله خبري وکړې. نړیواله ټولنه یواڅي کولای شي چې د اداري فساد پرضد د هلو ځلو ملاتړ وکړي، خو افغانان باید په خپل هیواد کې د اداري فساد د ختمیدو غوښتنه وکړي او مونږ یې ملاتړ کوو. ،،

ټاکل شوې چې د توکیو په کنفرانس کې به نړیوال د افغانستان سره په ملکي برخو کې د مرستو ژمنه وکړي خو په بدل کې به یې د افغانستان څخه هم د جدي اصلاحاتو غوښتنه وکړي. د کاناډا د هیواد نه کریس الیکساندر چي په افغانستان کې یې په کلونو کار کړی دی او د توکیو په کنفرانس کې د کاناډا د حکومت استاځیتوب کوي د توکیو د غونډې د توقعاتو په هکله یې امریکا غږ افغانستان ته برخې ته په مرکه کې داسي وویل: ،، څرنګه چي بدلون را روان دی او امنیتي مسولیت د ناټو او آیساف د ځواکونو څخه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته چي په دوامداره توګه یې وړتیا ډیرېږي، سپارل کېږي همداشان بدلون د پرمختیايي پروسې په برخه کې هم راروان دی جي مشري یې ترزیاته بریده د افغاني سازمانونو، حکومتي او غیري حکومتي سازمانونو له خوا کېږي. نن حالات بل ډول دي. حکومت ترزیاته بریده غېښتلی شوی دی، خصوصي سکتور غېښتلی شوی او مونږ غواړو چي دغه لړۍ نوره هم تشویق کړو. د توکیو دغه نړیوال کنفرانس په همدغه وجې او خاطر پرانیستل کېږي،،

بسپڼه ورکونکي هیوادونه اندېښمن دي چي په افغانستان کې یې پیسي ورکېږي او پر سمو لارو نه لګېږي. دوي وايي په کار ده چي د مرستې کومې پیسي چي افغانستان ته ورکول کېږي، هغه د افغانستان په پرمختګ کې ولګول شي نه دا چي په اداري فساد کې لادرکه شي. جاپان چي د توکیو د دویم نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي یو له هغو هیوادونو ځخه دی چې په تیرو لسو کلونو کې یې د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.

د شانتي په نامه د یوه جاپاني مرستندویه سازمان د افغانستان د ځانګې ریْس میاکي میاکي تکفومي د امریکا غږ د افغانستان د ځانګې سره په مرکه کې داسي وویل: ،،مونږ نه غواړو چي دا وګورو چي د افغانستان لپاره د مرستې پیسې پر خرابو لارو ولاړې شي. له یوه اړخه مونږ غواړو چی افغانستان ته نورې د مرستې پیسې هم ورکړل شي خو د بلي خوا نه غواړو چی په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وشي، ښه حکومت داري رامنڅ ته شي او بشري حقوق رعایت شي.،،

د یادونې وړ ده چې د توکیو د نړیوال کنفرانس یوه ورځ مخکي د توکیو د ملګرو ملتونو په پوهنتون کې د افغانستان د مدني ټولنې غړو د جاپان د مدني ټولنې د غړو سره غونډه وکړه او په افغانستان کې یې د روان وضیعت په هکله خبري وکړې. دوي د خبرو په لړ کې خپلې غوښتنې او اندېښنې مطرح کړې. په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال او نورو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG