د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د جاپان سره زمونږ قوي اړیکې د چین پارونه نده


ولسمشر اوباما صدارعظم ابې ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه
ولسمشر اوباما صدارعظم ابې ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه

ولسمشر براک اوباما دغه تبصره د جاپان د صدراعظم (شینزو ابې ) د رسمي سفرپه وخت کې وکړه چې دواړو مشرانو د امنیتی او اقتصادي اړیکو په تقویه کیدو هم خبرې وکړلې.‌

د دوهم نړیوال جنگ پای ته د رسیدو نه اویا کاله وروسته،د هغو هیوادونو مشران چې یووخت سخت دښمنان وو، د نژدی متحدینو په حیث گډ ولاړدي اوژمنه يي وکړه چې د معاصري دفاعي همکارۍ له طریقی نهچی جاپان ته اجازه ورکوی چې له سوله دوسته اساسی قانون نه پرشاشی، او دیوبل د امنیت ملاتړ کوی. ښاغلی اوباما وايي

زموږ قواوې به په گډه دیري انعطاف پذیره او چمتو وي چې په یولړ ستونزو کې همکاري وکړي چې په سمندرکی د کښتو د امنیت نه نیولې تر فاجعو پورې ځواب ویلو ته آماده وي او زموږ قواوی به د روزنی او عملیاتو په باره کې له نژدی نه پلان جوړ کړی."

جمهوررئیس اوباما د سه شنبی په ورځ وویل، دغه قوی ائتلاف د نړۍ لپاره ښه دی او د چین د پارونې په حیث باید ونه لیدل شي.

ده وویل، " امریکا تل د چین سوله ایزه پرمختگ هرکلی وايي، مگر دا منی چې د چین په جنوبی سمندرگی په سر باندی واقعی جنجال شته چې پدی کی د سنکاکو ټاپوگان شامل دی چې جاپان يي ادعالری"

ښاغلي اوباما زیاته کړه "په ځای ددی چې دغه موضوعات جنجالونو د عادی لاری نه حل شی، دوی د خپل زور ازمالیو خبری کوی. او موږچین ته هغه څه ویلی دی چې بل هرملک ته به يي په دغو شرائطو کی ووایوچې دغه غلطه لارده چې ورباندی ولاړ شی."

سره لدې چې د چین نوم یې یاد نکړ خو صدراعظم ابی وویل، "جاپان او امریکا د یواړخیزه کوښښونو په مخالفت کې متحد دی چې په هره بڼه وي"

هغه زیاته کړه "هرجنجال باید په داسې سوله ایزه توگه حل شي چې په بین المللی قانون مراعت شي او نه په زور یا ډارولو باندی."

د جاپان مشر دا هم وویل، د آسیا-بحرالکاهل په باره کې د امریکا د بیا توازن د پالیسی هرکلی کوی.

برسیره پرامیت او اقتصادی همکاری چې د بیا توازن لپاره مهم دی، جمهوررئیس اوباما او صدراعظم ابی ژمنه کوی چې د هغو کوښښونو مشری کوی چې د بحرالکاهل د دواړو خواو د انډیوالی د موافقی د کیدو لپاره کیږی.

XS
SM
MD
LG