د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخوانی ولسمشر کینیډي څنګه ووژل شو؟


ولسمشر کینېډي له خپلې میرمنې سره

ولسمشر کینېډي له خپلې میرمنې سره

نن شنبه د نومبر ۲۲ نېټه د امریکا د پخواني جمهور ریس جان اف کینیډي د وژل کېدو ۵۱ م تلین . کله چې هغه ولسمشر شو نو سپینۍ ماڼۍ ته یې د ځان سره انرژي راوړه.

هغه په کال ۱۹۶۱ کې د امریکا جمهور ریس شو او جمهوري ریاست ته د رسېدو سره سم یې واشګتن ته یو داسې عصري دود د ځان سره راوړ چې پخوا یې ساری نه و لیدل سوی.

ښاغلي کینیډي ۱۰۰۰ ورځې جمهوري ریاست وکړ او ۴۶ کلن و چې ترور شو . هغه د نومبر په ۲۲ مه نېټې د امریکا د ټکساس په ایالت کې د جمعې په ورځ پر سر وویشتل شو او عیني شاهدان یې په ترور باندې حیران او هک پک شول.

دغه جرم نړۍ حیرانه کړله او حتی د پخواني شوروي اتحاد د مشر په شان د هغه مخالفین یې لا خفه او هک پک کړل. زیات شمیر امریکایانو په هغه ورځ ژړل او د ولسمشر د کونډې او دوو کوچنیو ماشومانو غم یې ننداره کاوه.

د پخواني ولسمشر کینیډي قاتل ،،لي هاروې اوسوالډ،، د ولسمشر د وژل کېدو دوه ورځې وروسته د پولیسو په قید کې ووژل شو.

د اوسوالډ انګیزه به ښايي هیڅکله هم معلومه نشي چې ولي یې پر پخواني ولسمشر کینډي باندې قاتلانه برید وکړ. اوسوالډ د امریکا د سمندري ځواکونو عسکر و چې په کال ۱۹۵۹ کې د روسیې خوا ته واوښتی او په کال ۱۹۶۲ کې بیرته امریکا ته راستون سو.

د هغه د مرګ په هلکه زیات شمیر آوازې او د توطیوو ټیورېګانې تراوسه پوري چلېږي. ځیني مهمې تیورېګانې دا دي چې مافیا، سې آی ای، د روسیې کې جي بي، د کیوبا مشر فیډل کاسترو او د پخواني ولسمشر مرستیال لینډن جانسن چې د هغه نه وروسته ولسمشر شو ددغو ډلو نه یوه یې د ولسمشر په وژلو کې لاس درلودی.

د امریکا د سي انن او او آر سي د تیرکال د سروېګانو نتایجو څرګنده کړه چې ولسمشر کینیډي په تیرې نیمې پیړۍ کې د امریکا تر ټولو مشهور ولسمشر دی او ۹۰ فیصده خلګو یې د جمهوري ریاست کار تایید کړی دی چې په دومره فیصدي هیڅ یو بل امریکايي ولسمشر د خلګو له خوا تایید شوی نه دی.

د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما پخواني ولسمشر کېنېډي ته د یوه فوق العاده عامه خدمتګار خطاب وکړ چې پراخ دید او عالي افکار یې درلودلل.

XS
SM
MD
LG